د رييس الوزراء اقتصادي مرستیال د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبېکستان ته په یوه رسمي سفر ولاړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کانونو او پټرولیم، ټرانسپورت او هوايي چلند، صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او د مالیې وزارتونو او د افغانستان بانک د پلاوي په مشرۍ ازبیکستان ته سفر وکړ.
نوموړي د خپل سفر په لومړۍ ورځ د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې د بېلابېلو اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي مسایلو او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ سوداګریز زون د جوړېدو په تړاو خبرې کړې دي.
په دغه کتنه کې د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یوف ویلي، چې د ازبیکستان پانګوال چمتو دي چې له اسلامي امارت سره د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخو کې همکاري وکړي او هلته د صنعت او د سمنګان ولایت د سمنټو د تولید د کارخونې د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي: د سفر موخه د افغان او ازبېکستاني لورو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو پراخوالی او د پانګوالو د جذب لپاره زمینه برابرول دي. د دواړو هېوادونو چارواکي به په بیلابیلو سکټورونو کې د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه ازبیکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د شویو ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی بیا وايي: په دغه سفر کې موږ په دې باور یو چې په عملي بڼه خبرې اترې وشي او اقدام وشي. د انرژۍ او وسپنې پټلۍ، افغان-ټرانس او نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وشي.
د اقتصادي چارو شنونکی، احمد فردوس بهگزین په دې اړه وايي: له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې دا خپله د هېواد د اقتصادي ظرفیت په لوړو کې مهم رول ولوبوي. ځکه څومره چې موږ له نورو نړۍ سره ښه تعامل ولرو موږ کولای شو کورنۍ اړیکې ورغوو.
دا په داسې حال کې ده، چې چې څه موده وړاندې په کابل کې د ازبیکستان سفیر ویلي وو چې د افغانستان او ازبیکستان د مشرانو او د سوداګرو د هڅو په پایله کې تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ مالي راکړه ورکړه څه باندې یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
په دې اړه مو اندونه