Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د برښنا رسولو د دوو پروژو چارې پیل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت د څه باندې ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت کابل کې د بتخاک سب سټېشن جوړولو او له ارغندی تر بتخاکه د ۲۲۰ کیلو ولټه د برښنا مزي د لېږد پروژو چارې پیل کړې.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د دغو پروژو اهمیت ته په اشارې ویلي، په عملي کېدو سره به یې د برښنا له اړخه د کابل د اوسېدونکو او دغه ولایت کې د صنعتي پارکونو ستونزې تر ډېره حل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور زیاته کړه: «الحمدالله، د بتخاک سب‌سټېشن کار روان دی او د ارغندي له څلورلارې تر دې ځایه د برښنا مزی غځیږي، چې دواړه پروژې څه باندې ۲۵ میلیونه ډالرو ارزښت لري.»

عبداللطیف منصور د دغو پروژو د چارو په پرانیستغونډه کې دغه راز ټینګار کړی چې اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د اوبو مدیریت او د انرژۍ د تولید په برخو کې د سترو پروژو چارې پیل کړي او په خبره یې د ځینو پروژو چارې بشپړې شوې هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې د کونړ د اوبو کابو کولو لپاره هم پر ځينې پروګرامونو کار روان دی. 

هغه و ویل: «د کونړ پر سیند موږ تاسو ته د لویو پروژو زېری درکولی شو، چې انشاءالله ډېر ژر به پیل شي.»

د کابل والي هم په دغو مراسمو کې د انرژۍ پر تولید پانګونې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت یوازې په تېر کال کې په کابل کې د ۲۱۰ بنسټیزو پروژو چارې پیل کړي دي. 

د کابل والي، امین الله عبید و ویل:«اسلامي امارت تېر کال په کابل کې د ۲۱۰ پروژو کار پیل کړ، چې ځینې یې بشپړې شوې او د ځینې چارې لا هم دوام لري. دا پروژې د بېلابېلو امارتي ادارو له بودیجې، چې ارزښت یې له یو میلیارد افغانیو ډېر دی، تمویل شوې دي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال، مهاجر فراهی و ویل: « زه هیله لرم چې نور سوداګر، پانګوال او شرکتونه هم له دې فرصته ګټه واخلي، په هېواد کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د بتخاک د برښنا سب سټېشن د قراردادي شرکت مسوول هم ډاډ ورکړی چې د دې سب سټېشن چارې به په ټاکلي وخت او پر نړۍوالو معیارونو برابرې مخته یوسي.

د قراردادي شرکت رییس، حاجي پهلوان و ویل: «موږ له امارتي ادارو غواړو چې د ټولنیزو او استملاکي مسایلو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي، څو دا ملي پروژه په ټاکلي وخت بشپړه شي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو لمخې، دا پروژې د ترکمنستان - افغانستان د ۵۰۰ کیلوولټه برښنا مزي د لېږد یوه برخه ده، چې بشپړېدو سره به یې د کابل اوسېدونکو د برښنا ستونزې هوارې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه