Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روژه او بازارونو کې ګڼه ګوڼه؛ ښاروالۍ: له ګران پلورونکو سره قانوني چلند کوو

ځينو هټۍوالو د طلوع‌نیوز خبریالې ته ویلي، چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ، د خوراکي توکو په بازار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

د هټۍوالو په وینا، د تېرو دوو ورځو پرتله د پلور بازارونه ښه شوي او د خوراکي توکو بیې هم ټيټې شوې دي.
 
یو له هټۍوالو ادریس وايي:«نن د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده، پرون او وړمه ورځ هم بازارونه ښه وو؛ خو نن لا ښه شوي دي او خلک بازار ته راغلي او توکي پېري.» 

بل هټۍوال عبدالغني هم څرګندوي:«بیې ښې دي. هغه نرخ‌پاڼه چې اسلامي امارت موږ ته راکړې، له سیسټم سره برابره ده؛ خو خلک بې‌وسه دي او د توکو د پېرلو وس نه‌لري.»

د کابل ځينې اوسېدونکي، چې د لومړنیو توکو د پېرلو لپاره بازار ته راغلي، له سرپرست حکومته غواړي، چې د روژې میاشت کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

د کابل اوسېدونکي مومن خپله غوښتنه داسې بیان کړه:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې په بازار کې د نرخ د کنټرول لپاره جدي چلند وکړي او بیې باید راټیټې کړي.» 

بل پلو، د کابل ښاروالۍ ډاډ ورکړی، چې د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول لپاره هڅې روانې دي او له ګران‌ پلورونکو سره به قانوني چلند وشي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی طلوع‌نیوز ته وايي:«د کابل ښاروالۍ د معمول په څېر او د نرخ‌پاڼو د کنټرول د اصولو پر بنسټ، په بشپړ جدیت کار کوي. الحمدالله دم‌ګړۍ چې ډالر په بازار کې ثبات پیدا کړی، بیې په ښه حالت کې دي. ۱۵۵ شمېره د ټولو هېوادوالو په خدمت کې ده، که‌چېرې څوک ګران‌پلوري کوي، په سیمه کې زموږ ټيمونه موجود دي او رسېدنه کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه