د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ترمذ ښار کې، د اسلامي امارت او ازبیکستان د چارواکو ترمنځ د غونډې له جوړېدو خبر ورکوي.
په دغې غونډه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعګانو له هغې ډلې په افغانستان کې د ازبیکستان پر پانګونې، د څه باندې ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د سبزیو او مېوو د پروسس د کارخونو پر جوړولو، د حیرتان په بندر کې د اقتصادي او سوداګریزې مجتمع پر جوړولو او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اوږدمهالو ویزو د صدور په برخه کې پر اسانتیا خبرې اترې کړې دي.
دغه غونډه ازبیکستان ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د سفر په پایله کې جوړه شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«په بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې د خوړو د تولید او پروسس، د چرګانو روزنې، درملو جوړولو، د سمنټو او ساختماني توکو تولید، بڼوالۍ او د مېوو او سبزیجاتو پروسس، چې لومړنی ارزښت یې له ۲۰۰ مېلیون ډالرو زیات دی، بحث وشو.»
له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه ازبیکستان د افغانستان یو له مهمو تجارتي شریکانو بولي او د دغه ډول غونډو جوړېدل د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمې ګڼي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «باید زموږ موټرو ته اسانتیاوې برابرې شي او د ټرانسپورټ، لېږد رالېږد او ټرانزیټ لګښتونه د دواړو خواوو ترمنځ راکم شي. په دې صورت کې، موږ کولی شو له چین، روسیې او قزاقستان سره خپل ټرانزیټ زیات کړو.»
د اقتصادي چارو کارپوه احمد فردوس بهګزین په دې هکله زیاته کړه:«د دواړو هېوادونو ترمنځ، دا تبادلې او هوکړې بالاخره دې پایلې ته رسېدای شي، چې افغانستان تر کومه حده تولید کولی شي او دغو هېوادونو ته صادرات ولري، او همداراز، هغه توکي چې اړتیا ورته لري، له هغوی وارد کړي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لمخې، په یاده غونډه کې په ترمذ ښار کې د سیمې په کچه د یوه نندارتون د جوړېدو، په دواړو هېوادو کې د سوداګریزو خونو د پرانیستلو، پر ګمرکي همکاریو، د محصولاتو د معیاري کولو، پر کرنیزو همکاریو، د ظرفیتونو پر لوړاوي،او د ترمذ په سوداګریزه مجتمع کې د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ګډې کمېټې پر جوړېدو هم خبرې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه