Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د ۲۹۶ زره ټنه تازه میوې صادرات

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د روان کال په ۱۱ میاشتو کې یې ۲۹۶ ټنه تازه مېوې نورو هېوادونو ته صادر کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ۱۴۳ میلیونه او ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت د افغانستان تازه میوې نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: «د افغانستان د تازه میوو ټول صادرات سږ کال شاوخوا ۲۹۶ زره ټنو ته رسېدلي چې ارزښت یې ۱۴۳ میلیونه او ۱۱۰ زره ډالره دی. په دغو صادراتو کې مڼه، انګور، انار، تازه اېنځر، زردالو، ګیلاس، توت، خربوزه، شاتوت او نورې میوې شاملې دي.»

د کرنې او مالدارۍ خونه په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان د تازه میوو ارزښت ته په اشارې سره د افغانستان له محصولاتو پر ملاتړ او همداراز د صادرولو لپاره یې د بدیلو بازارونو پر موندلو ټینګار لري.

د کرنې او مالدارۍ خونې لومړی مرستیال، میرویس حاجي زاده په دې اړه وايي: «موږ باید معیاري او ستندرد صادرات اروپایي بازارونو ته پراخ کړو، څو د جرمني، هالنډ او نورو اروپایي هېوادونو له لوري ومنل شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر بیا وايي: «د تازه میوو د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید د کورنیو سوداګرو لپاره مالیاتي معافیتونه په پام کې ونیول شي او د ګمرکي تعرفو کچه راټیټه شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو لمخې، د روان هجري- لمریز کال له پیله تر اوسه د افغانستان د صادراتي توکو پر مخ د تورخم او نورو لارو د تړل کېدو او همداراز د پاکستان له لوري په سوداګریزه برخه کې د رامنځته کېدونکو ستونزو له امله دغه هېواد ته د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه