Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روژه او بې وزلي؛ میلیونونه افغانان له خوراکي ناورین سره مخ دي

اوچا ویلي سږنۍ روژه په داسې حال کې راسېدلې چې افغانستان کې ملیونونه وګړي نه پوهیږي چې د بل وخت ډوډۍ له کوم ځایه ترلاسه کړي.

د دغه بنست په وینا ۱۴،۸ ملیونه وګړي په افغانستان کې د خوړو له نا امنۍ سره مخ دي.

۴۸ کلن ګل میر وایي چې د ژوند مجبوریتونو دې ته اړ اېستی چې په کابل کې بوټان رنګ کړي.

دی وایي، د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مجبور دی چې کار وکړي، خو هره ورځ له سلو افغانیو زیاتې پیسې نه شي ګټلای.

 د کابل اوسیدونکی، ګل میر وايي: «زه هره ورځ ۱۰۰ افغانۍ ګټم، ۱۰ تنه کورنۍ لرم، او په همدې ۱۰۰ افغانۍ یوازې وچې ډوډۍ خوړلې ده. روژه ده، قسم په الله که توانېدلی وم ان لږ پېروی هم واخلم. تېره ورځ تر ماښامه پورې ناست وم، یوازې یو بوټ مې رنګ کړ، ۲۰ افغانۍ مې ترلاسه کړې.»

بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې بشري ناورین ته په نغوتې سره وايي چې تر اوسه پورې د مرستې لپاره د اړتیا وړ یو میلیارد ډالرو یوازې ۹.۹ میلیون ډالره برابر شوي دي.

بل پلو، د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې (یو اېس ای ډي) لنډمهالي مرستیال له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د دې ادارې د تړلو په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا اقدام به د ناڅاپي مړینو لامل شي.

خو د اقتصاد وزارت د بشري ناورین د مخنیوي حل لاره د نړیوالې ټولنې له لوري د محدودیتونو لېرې کېدل او د هېواد په بیخ بنایي پروژو کې د هغې رول لوبول ګڼي.

 د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب په دې اړه وايي: «بنسټیز حل دا دی چې نړۍواله ټولنه محدودیتونه لرې کړي او د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو زمینه برابره کړي، څو خلک کار پیدا کړي او په تدریج سره د بهرنیو مرستو پر ځای ځان بسیا شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان هم وايي: «پر بهرنیو مرستو تکیه کول چې وابستګي رامنځته کوي، د حکومت لپاره غوره ده چې په دې برخه کې تخصص پیدا کړي. موږ باید یو بنسټیز اقتصادي پلان جوړ کړو چې زموږ اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي.»

بې وزلي، بې روزګاري او بشري مرستو ته د ځینو افغانانو نه لاسرسی د دې لامل شوی چې نړیوال سازمانونه هره ورځ د دغو مرستو د کمښت او په راتلونکي کې په افغانستان کې د یوه جدي ناورین د رامنځته کېدو په تړاو خبرداری ورکړي.
 
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به  به په افغانستان کې د ۱۲مېلیونه ماشومانو په ګډون نږدې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې بشري ناورین ته په نغوتې سره وايي چې تر اوسه پورې د مرستې لپاره د اړتیا وړ یو میلیارد ډالرو یوازې ۹.۹ میلیون ډالره برابر شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه