Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ټاپي پروژې پرمختګ؛ ۸ کیلومټره نللیکه غځېدلې ده

افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې تر ډېره مخ ته تللي دي.

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولین وايي، د اقلیمي شرایطو په برابرېدو سره به د دغې پروژې چارې لا ګړندۍ شي.

د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، په افغانستان کې اته کیلومټره پرمختګ لرلی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت طلوع‌نیوز ته وایي، اوسمهال د دې پروژې کار په هرات کې روان دی او د هوا په ښه کېدو سره به یې چارې چټکې شي.
 
 د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه ویلي: تر اوسه د ټاپي نللیکې پروژې د مسیر شاوخوا ۱۷.۴ کیلومټره سروې بشپړه شوې ده. همداراز، ۱۰.۲ کیلومټره نللیکه سیمې ته غځېدلې، ۹.۲ کیلومټره ځمکه د غځولو لپاره هواره شوې او اته کیلومټره نل لیکه نصب شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، اوسمهال په افغانستان کې د دغې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې هیڅ خنډ نشته او په دې پروژه کې ښکېل هېوادونه ژمن دي چې دا پروژه پر ټاکلي وخت کې بشپړه کړي.

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي د دې پروژې اهمیت ته په پام سره، وايي چې د ټاپي پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان، د ګازو پر ترلاسه کولو سربېره، هر کال شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره د ټرانزیټ حق ترلاسه کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه وال وايي: دا پروژه نه یوازې افغانستان ته مالي ګټې لري، بلکې د هغې له بشپړېدو سره به د ګازو بیه راټيټه شي او خلک به یې له ګټو برخمن شي.

د یادونې وړ ده، چې د ټاپي پروژه یوه واحده پروژه نه ده، بلکې څو نورو پروژې لکه د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا لیږد پروژه چې د ترکمنستان بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لیږدوي او د نوري فایبرکېبل او ریل پټلۍ هم د ګازو د دې نللیکې په اوږدو کې غځول کیږي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه