د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیالي وایي، روان هجري - لمریز کال کې د نږدې ۷۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵۲ پروژې منظور شوې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، دغه پروژې د بنسټیزو تاسیساتو، ټرانسپورټ، برښنا، روغتیا، صنعت، د اوبو مدیریت او د پوهنې په برخو کې دي.
حمدالله فطرت زیاتوي چې د دې پروژو لګښت له کورنیو عوایدو ورکول کیږي، چې زرګونو هېوادوالو ته پکې د مستقیم او غیر مستقیم کار زمینه برابره شوې ده.
هغه په دې اړه طلوعنیوز ته و ویل: «د ملي تدارکاتو کمیسیون په ۱۴۰۳ لمریز کال کې ۲۵۲ پروژې منظورې کړي چې لګښت یې شاوخو ۷۴ میلیارده افغانۍ کیږي. دا پروژې د اوبو مدیریت، برښنا، بنسټیزو پروژو، صنعت، ټرانسپورټ، پوهنې او روغتیا په برخو کې دي.»
د چارو ځينې شنونکي هم د دغه ډول پروژو پلي کول د بېکارۍ کچې د راکمېدو لپاره مهمې ګڼي.
اقتصادي کارپوه، عبدالنصیر ترکي و ویل: «دا یوه لویه لاسته راوړنه ده، نه یوازې د سړکونو جوړول دي، بلکې افغانانو ته د کار زمینه هم برابروي. باید راتلونکي کال کې په کرنه او برښنا کې هم پانګونه وشي، څو افغانانو ته د کار فرصتونه برابر شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي، ایرج فقیري و ویل: «د افغانستان په اقتصادي نظام کې هر څومره چې موږ وکولی شو د بنسټیزو پروژو، چې د افغانستان له زېربناو سره تړاو لري پانګونه وکړو، هغومره به یې اغېز ډېر وي.»
افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د نړۍ د بشري مرستو کموالي ته په پام، سرپرست حکومت تل ټینګار کړی، چې ټولې پروژې او د دولتي ادارو د کارکوونکو معاشونه له کورنیو عوایدو ورکول کیږي.
په دې اړه مو اندونه