Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته د بهرنیو هوایي شرکتونو د الوتنو لپاره اسانتیاوې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، بهرنیو هوایي شرکتونو ته یې افغانستان ته د الوتنو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي. 

د دغه وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي وايي، دا مهال دوه کورني او اوه بهرني هوايي شرکتونه افغانستان ته الوتنې کوي.

فلای دوبۍ، اییر عربیه، ترکیش ایرلاین، ماهان، تابان، ایران ټور او ایران ایر هغه بهرني هوايي شرکتونه دي، چې د امارت اسلامي تر بیا واکمنېدو وروسته یې افغانستان ته خپل الوتنې پیل کړې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند زیاته کړه: «د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ژمن دی، چې دغه برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او کار پرې روان دی، څو د نړۍوالو هوايي شرکتونو لپاره د نورو هوایي ډګرونو په څېر اسانتیاوې برابرې شي.»

د حکمت‌الله اصفي په خبره، دا مهال افغانستان له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې، چین، ایران او پاکستان سره مستقیمې الوتنې لري.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا وایي: «که دا الوتنې زیاتې شي، نو دا به نه یوازې حکومت ته ښه عواید ولري، بلکې د ټرانسپورټ، سوداګرۍ او زېربناو پرمختګ په برخه کې به هم ګټورې وي، چې دولت ورسره کولای شي پر زېربناو کار وکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم افغانستان ته د بهرنیو هوايي شرکتونو الوتنې د هېواد په اقتصادي ودې او د مسافرو لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې مهمې ګڼي. 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي و ویل: «د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې خو لا هم اړتیا ده، چې د لا زیاتو اسانتیاو لپاره کار وشي، هوايي ډګرونه پراخ شي او ترمینلونه معیاري شي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د مالوماتو لمخې، دا مهال په افغانستان کې ۲۷ هوايي ډګرونه فعال دي، چې پنځه یې نړۍوال دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه