سږ کال له کندهاره بهرنیو هېوادونو ته د څه باندې ۴۴۷ميليونه ډالرو په ارزښت ۴۲۱ زره ټنه صادرات شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وایي، د تېرو يوولسو میاشتو په ترڅ کې يې له کندهاره پاکستان، هند، چين، امريکا، متحده عربي اماراتو، سويډن، ایران، ترکيې او جرمني ته د ۴۴۷ میلیونه او ۱۶۳ زره امريکایي ډالرو په ارزښت ۴۲۱ زره ۷۵۸ ټنه د وچې او تازه مېوې په ګډون، حبوبات، حيواني او کرنيز محصولات، سبزيجات او کاني توکي صادر کړي دي.
مسوولين وایي، که څه هم سږ کال له ګاونډیو هېوادونو سره ټرانزيټي او صادراتي برخو کې د لارو د بندېدو ستونزې وې، خو له دغه ولایته یې بهر ته صادرات اغېزمن کړي نه دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال، عبدالباقي بينا وايي: "له کندهار څخه يه تېرو ۱۱ مياشتو کې موږ ښه صادرات لرل، چې ټول ۴۲۱۷۵۸ ټنه کیږي، چې ډالري ارزښت يې ۴۴۷ مېلونه ۱۶۳ زره امريکایي ډالرو کیږي، چې لويه برخه يې وچه مېوه ده".
له کندهاره بهر ته د وچې مېوې يو شمېر صادروونکي بيا وایي، د پاکستان پر ځای دې د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم سوداګريزې اړيکې پراخې شي.
کندهار کې د وچې مېوې سوداګر، عبدالمتين وايي: "که د پاکستان پر ځای بله لار پيدا نشي، نو دا ستونزه به حل نشي، ځکه پاکستان تل موږ ته صادراتو برخه کې موږ ته ستونزې جوړوي"
د وچې مېوې یو بل سوداګر، محمد یعقوب هم وايي: "لومړی باید له پاکستان سره سوداګرۍ برخه کې ستونزې هوارې شي، که چیرې دا ستونزې همداسي دوام کوي، بيا باید له نورو هېوادونو سره تړونونه وشي، چې زموږ صادرات او له هغې خوا خوندي واردات ولرو".
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وایي، دا مهال د پاکستان ترڅنګ د منځنۍ اسيا له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم سوداګريزې اړيکې د پراخېدو په حال کې دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني مسوولين وایي، دا مهال د پاکستان ترڅنګ د منځنۍ اسيا له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم سوداګريزي اړيکي د پراختيدو په حال کې دي.
په دې اړه مو اندونه