په ۱۴۰۳ کال کې په هېواد کې د یو شمېر اقتصادي پروژو له عملي کېدو سره سره لا هم په افغانستان کې فقر او بېکاري دوه سترې ننګونې بلل کېږي.
فقر، بې روزګاري، کډوالي، طبیعي پېښې لکه سیلابونه، د ځینو هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو له خوا د بشري مرستو ځنډول او کمېدل او پر افغانستان د نړیوالې ټولنې پاتې بندیزونه په روان کال کې په اقتصادي برخه کې لویې ننګونې بلل شوي دي.
د کابل یو بل اوسېدونکی، کاظم هم بیا وايي: چوک ته راشو، کار نه وي. د کور کرایه راپسې ده او هیڅ هم نه لرو. له شتمنو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.
په امریکا کې د ډانالډ ټرمپ په مشرۍ د نوي حکومت له راتګ سره د دغه هېواد د ۸۳ سلنه مرستو ځنډېدو، چې افغانستان هم په کې شامل دی، په نړۍواله کچه اندېښنې راپورته کړې.
د کب په لومړیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان پر خلکو د امریکا د مالي مرستو د کمېدو د جدي پایلو په اړه خبرداری ورکړ او وویل چې د دې مرستو په کمېدو سره به په دغه هېواد کې له ۹ میلیونه ډېر خلک روغتیايي او مرستندویه خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش د ۱۴۰۳ د کب په ۱۱مه و ویل: "د دغې پرېکړې پایلې به د نړۍ د زیانمنونکو خلکو لپاره ویجاړونکې وي. په افغانستان کې، له ۹ میلیونو زیات خلک به روغتیایي او حمایوي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي او سلګونه ګرځنده طبي ټیمونه او نور خدمتونه به وځنډول شي."
اقتصاد وزارت په ټولو هیوادونو کې د امریکا د مرستو د لغوه کیدو منفي اغیزو ته په اشارې سره وايي، له بشري مرستو څخه باید سیاسي استفاده ونه شي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب د ۱۴۰۳ د کب په ۲۱مه ویلي و: "د بشري مرستو موخه دا ده چې د بېړنیو حالاتو پر مهال له خلکو سره مرسته وشي او دا مرستې باید د بشري قوانینو پر بنسټ په بې پرې ډول ترسره شي. له همدې امله، دا مرستې باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي."
د پیسو د لیږد لپاره د بانکي بندیزونو او د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل د افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې یوه مهمه ننګونه ده او دې مسلې په افغانستان کې د فقر او بیکارۍ کچه هم زیاته کړې ده.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د بشري ناورین او د مرستو د کمولو د چټکتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړه او وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه راز نړۍوال بانک د ۲۰۲۴ کال په وروستي راپور کې په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د جدي بحران په اړه خبرداری ورکړی او په ډاګه یې کړه چې ۶.۱۱ میلیونه افغانان چې د هېواد د نفوس ۲۵ سلنه جوړوي، د خوراکي توکو له جدي نه خوندیتوب سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه