افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې د اقتصاد په برخه کې هم له ګڼو فرصتونو او ننګونو سره مخ وو.
دغه کال کې له پاکستان سره سوداګریزې ستونزې، له افغانانو سره د امریکا د مرستو بندېدل، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ په ارزښت کې بدلونونه، د ځینو کانونو د استخراج تړونونه، د سیمې هېوادونو ته د اسلامي امارت د چارواکو سفرونه او په کور دننه او بهر د ننداتونونو جوړېدل مهم اقتصادي بدلونونه وو.
د ملي تدارکاتو کمیسیون دې کال کې د ټرانسپورټ، انرژۍ، روغتیا، صنعت، اوبو د مدیریت او پوهنې په برخو کې د څه باندې ۷۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵۲ بنسټیزې پروژې منظورې کړې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې اړه و ویل: «دغه پروژې به د اوبو مدیریت، برښنا، زیربناو، صنعت، ټرانسپورټ، پوهنې او روغتیا په برخو کې پلي شي.»
۱۴۰۳ کال کې یوه له مهمو اقتصادي پېښو هرات کې د اسلامي امارت او ترکمنستاني چارواکو په حضور کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پيل و، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو پر بنسټ، دغه نل لیکه تر دې مهاله د افغانستان په خاوره کې شاوخوا لس کیلومټره غځول شوې ده.
د اسلامي امارت رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي و: «دا د ترکمنستان د ملي رهبر، ولسمشر او نورو مسوولینو د ښه نیت او هوښیار سیاست څرګندونه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د ښه ګاونډیتوب اصولو ته پام کوي.»
د ترکمنستان ولسمشر، سردار بردي محمدوف ویلي و: «د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ ښې اړیکې دوام لري. د ټاپي په څېر د پروژو پیل نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره ګټورې دي. ترکمنستان هڅه کوي چې له افغانستان سره دوستانه اړیکې او همکاري پیاوړې کړي.»
۱۴۰۳ کې د هېواد د کانونو برخې ته هم پاملرنه شوې چې یوازې په لویو کانونو کې د یو میلیارد او ۳۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت په دې اړه ویلي: « په فاریاب کې د ۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت له یو خصوصي شرکت سره د مالګې د درې کانونو د استخراج، په جوزجان کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت له ازبیکستاني شرکت سره د توتي میدان د ګازو د اکتشاف او استخراج او جوزجان کې د ۱۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۷۷ ترکي شرکت سره د یتیم طاق سیمې د سمنټو د استخراج او تولید تړونونه لاسلیک شوي دي.»
د دغه وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: «په ۱۴۰۳ کال کې مو له ازبکي کمپنۍ سره د میلیارد ډالرو په ارزښت د ګازو کان تړون، د ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت مو له کورنیو شرکتونو سره ۲۹ کوچني تړونونه او د ۳۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مو له کورنیو شرکتونو سره ۱۰ ستر تړونونه لاسلیک کړي دي.»
د صنعتي پارکونو د قانون تصویب، صنعتکارانو ته د ځمکو وېش او د تولیدي کارخونو زیاتوالی د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال له نورو لاسته راوړنو دي.
د شمېرو پر بنسټ، دغه کال د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د غیر الکولي مشروباتو د وسپنې ویلې کولو، ټوکر او کمپلې د تولید کارخونو فعالیت پیل کړی دی.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر ویلي: «د کرنې پراختیایي صندوق د کورنیو صنایعو د ملاتړ په موخه د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ځینو کارخونو اړین ماشینونه پیرلي دي.»
تېر کال په کور دننه ۳۷ او بهر کې ۱۳ نندارتونونه جوړ شوي چې د هېواد کورني تولیدات پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي په دې اړه ترکیه کې په یوه نندارتون کې ویلي: «زموږ هدف د افغانستان، ترکیې او سیمې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د نویو فرصتونه رامنځته کول، نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د حلالو محصولاتو معرفي او د بهرنۍ پانګونې په ځانګړي توګه د ترکیې د پانګونې جذبول دي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د لومړي ځل لپاره د کار ملي کنفرانس جوړېدل او د دغه وزارت، نورو دولتي بنسټونو او خصوصي سکټور ترمنځ څه باندې یو میلیونه تنو ته د کاري زمینو رامنځته په موخه د هوکړو لاسلیک کول روان کال کې د سرپرست حکومت له نورو اقتصادي اقداماتو دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست، عبدالمنان عمري و ویل: «که څه هم سخت مالي بندیزونه موجود دي، خو اسلامي امارت بېکارۍ ته د جدي لومړیتوب په توګه ګوري.»
د امریکا پر بهرنیو مرستو او افغانستان کې د دغه هېواد له لوري د تمویل کېدونکو پروژو د بندېدو سربېره، د کاسا زر په ګډون د نړۍوال بانک د ۴۵ پروژو ناڅرګند برخلیک، د افغانستان د ټرانسپورټي پروژې نه پیلېدل، د لوګر د مس عینک کان، د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل او له پاکستان سره سوداګرۍ کې خنډونه د افغانستان د اقتصادې ودې او پرمختګ پر وړاندې له مهمو ننګونو دي.
په دې اړه مو اندونه