اقتصاد وزارت وایي، د بیکارۍ د کمولو، اقتصادي پراختیا او سیمه ییزو پروژو په برخو کې د اسلامي امارت پالیسیو ښه اغېز کړی دی.
اقتصاد وزارت د یوه خصوصي پوهنتون په همکارۍ « د افغانستان پر اقتصاد د ټاپي پروژې د اغېزو» تر سرلیک لاندې یو علمي سیمینار جوړ کړ.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ټاپي پروژه د هېوادونو تر منځ د جیوپولیټيکو ترینګلتیاوو د پای ټکی بولي او وايي، چې دا پروژه د افغانستان له لارې د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د وصل یوه مهمه وسیله ده.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري په دې اړه وايي: «د ټاپي پروژه یوازې یو اقتصادي پلان نهدی، بلکې کولی شي د سیمې د جیوپولیتیکي کړکېچونو لپاره پای ټکی وي، ځکه چې دا په عملي ډول سویلي او مرکزي اسیا سره نښلوي او د افغانستان موقعیت د دغو دوو سیمو د نښلوونکي حلقې په توګه لوړوي.»
ښاغلي نظري په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د نړیوالې ټولنې له لوري پر اسلامي امارت له لګول شویو محدودیتونو سره سره، د افغانستان اقتصاد وده کړې او اوس مهال ټولې پراختیايي پروژې د هېواد له کورنیو عوایدو تمویلېږي.
ښاغلي نظري و ویل: «زموږ بودیجه لکه پخوا د بهرنيو مرستو پورې تړلې نهده. موږ له کورنیو ظرفیتونو ګټه اخیستې، روڼتیا مو پیاوړې کړې، فساد مو له منځه وړی، او د بندرونو پر تعرفو مو جدي څارنه کړې. هغه تبلیغات چې کېږي، نه یوازې اقتصادي سقوط نه دی رامنځته کړی، بلکې د پولي ثبات او ودې سبب شوي دي.»
براتعلي نقوي، د پوهنتون استاد وویل: «د ټاپي او کاسا-۱۰۰۰ په څېر پروژې د افغانستان د پراختیا، ټولنیز هوساینې او په پای کې د دوامدارې ودې لامل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت راپور ورکړی و، چې د ټاپي پروژې رغنیزې چارې د افغانستان په خاوره کې څه باندې لس کیلو مټره پرمخ تللي دي.
په دې اړه مو اندونه