د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د افغانستان په کانونو کې لویې پانګونې ازبېکستاني، چینایي، ترکي او ایراني کمپنیو کړې دي.
د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې اوسمهال په هیواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره ډیری اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه وايي: «تر ټولو لوی پانګوال چې د افغانستان د کانونو برخه کې یې پانګونه کړې، د ازبېکستان، ترکیې، چین او ایران شرکتونه دي چې د نفتو او ګازو، سمنټو پروژو، د مسو، سرو زرو او وسپنې په کانونو کې یې پانګونه کړې ده.»
د افغانستان د کاني سرچینو لویو زیرمو ته په پام سره، اقتصاد وزارت په دې برخه کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې، د بې وزلۍ او بې کارۍ د کمېدو لپاره مهمه ګڼي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب هم وايي:«زموږ هېواد له اقتصادي پلوه ډېر ظرفیتونه لري او د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره، په ځانګړي ډول د هېواد د کانونو د را ایستنې، کرنې، د انرژۍ تولید او نورو برخو کې مناسب فرصتونه لري. په اوسني حالت کې، د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره اړینې اسانتیاوې او فرصتونه برابر شوي دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، احمد فردوس بهګزین بیا وايي:«بهرني پانګوال کولای شي په افغانستان کې مؤثر ثابت شي، ځکه هغوی د ډېر ښه ماشینرۍ درلودونکي دي. کانونه یوه ډېره حساسه او نازکه برخه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو او د امنیت له ټینګښت وروسته، ځینې بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لیواله شوي دي.
په دې اړه مو اندونه