د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې افغانستان او چین د خپلو سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د یوې ګډې کاري ډلې پر جوړېدو سلا کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې، چین ته د صادراتو د ډېرښت، د ټرانزیتي لګښتونو د راکمېدو او همداراز په مستقیم ډول چین ته د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو په تړاو خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د دې خبرو اترو په پایله کې، دواړو خواوو هوکړه وکړ، چې د لا زیاتې همغږۍ، د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او د سوداګرۍ په برخه کې د لازمو تسهیلاتو د رامنځته کولو لپاره یوه ګډه کاري ډله جوړ کړي او منظمې ناستې ترسره کړي.»
ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه له چین سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول اړین ګڼي، څو چین او له دې لارې نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات زیات شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې اداري او مالي سرپرست میر زمان پوپل په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«که له چین سره ځینې هوکړهلیکونه لاسلیک شي او د صادراتو زمینه برابره شي، په ځانګړې توګه د زراعتي محصولاتو په برخه کې، لکه جلغوزې، چې مخکې توافق پرې شوی، او همدارنګه د انارو، شکرپارې (یو ډول خربوزه) او وچه مېوه، نو ګټه به یې د نورو هېوادونو پرتله ډېره وي.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي دې ته په پام سره، چې چین په سیمه کې یو له سترو اقتصادي قدرتونو دی، د افغانستان او دغه هېواد ترمنځ پر لا زیاتو اقتصادي اړیکو ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان وايي:«چین زموږ لپاره یو ښه بازار دی، او له بل پلوه، که موږ چینایان په بېلابېلو برخو لکه بیخبنا، کانونو او انرژۍ په برخو کې پانګونې ته راوبولو؛ نو دا به زموږ لپاره حیاتي اهمیت ولري؛ ځکه چې موږ نه مناسبه بیخبنا لرو، نه کافي انرژي، او زموږ کانونه هم اوس مهال په غیرمعیاري او غیرمنظم ډول ایستل کېږي.»
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته چین د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې له افغانستان سره یې اقتصادي اړیکې زیاتې کړي او ځينو چینايي شرکتونو هم د مسو، سرو زرو او تېلو په ګډون د افغانستان په بېلابېلو کانونو کې پانګونې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه