د افغانستان برېښنا شرکت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د برېښنا د تولید د لسو پروژو هوکړې لاسلیک کړې.
د برېښنا شرکت رییس د برېښنا د تولید په برخه کې د هېواد د ځان بسیاینې په موخه د دغه شرکت د هڅو ډاډ ورکړ او وې وویل چې د ۲۰ اعشاریه ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت یې د ۲۲۸ اعشاریه ۴۵ میګاواټه په ظرفیت سره د برېښنا د تولید اته تړونونه او د برېښنا د لېږد د سبسټیشن په برخه کې دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.
د برېښنا شرکت رییس، عبدالباري عمر په دې اړه وايي: «په دې پروژو کې ټولیزه پانګونه شل اعشاریه اووه میلیارده افغانۍ ده چې دغه پانګونه نه یوازې په هېواد کې د برېښنا د تولید لامل کېږي، بلکې سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابروي.»
د برېښنا شرکت د مسوولینو په وینا، د دغو پروژو تړونونه په بلخ، هرات، لغمان، لوګر، جوزجان، ننګرهار، زابل او کندهار ولایتونو کې د لمریزې، بادي او ګازي برېښنا د تولید په برخو کې لاسلیک شوي دي.
د امارتي شرکتونو رییس، احمد جان بلال همدا راز وايي: «برېښنا له اقتصادي پلوه د هېوادونو لپاره مهمه ده او نشتوالی یې د هېوادونو اقتصادي پرمختګونه نږدې ناممکن کوي.»
ورته مهال د اقتصاد وزارت سرپرست په هېواد کې دننه د برېښنا د تولید په ظرفیتونو کې پر پانګونې ټینګار کوي او وایي، هر کال له ۲۸۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالره د برېښنا د وارداتو په برخه کې ګاونډیو هېوادونو ته ورکول کېږي.
د اقتصاد وزارت سرپرست، دین محمد حنیف وايي: «دا پروژې د افغانستان لپاره حیاتي دي؛ ځکه افغانستان هر کال شاوخوا ۲۸۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالره ګاونډیو هېوادونو ته د برېښنا په بدل کې ورکوي او دا واقعاً دروند مالي لګښت دی.»
دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه ازبيکستان، تاجیکستان او ترکمنستان څخه او ۲۰ سلنه یې له کورنیو سرچینو څخه برابرېږي.
په دې اړه مو اندونه