ټولګټو وزارت وايي، د هېواد د وسپنې پټلیو له لارو په انتقالاتو کې ۵ اعشاریه ۵ سلنه ډېرښت راغلی دی.
د ټولګټو وزارت وایي، چې په ۱۴۰۳ کال کې څلور اعشاریه څلور میلیونه ټنه لیږد رالیږد د وسپنې پټلۍ له لارې شوی، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۲ کال کې دغه شمېر څلور اعشاریه یو میلیون ټنو ته رسېده.
د دغه وزارت ویاند د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې د ټرانزیټ او صادراتو د کچې پر زیاتوالي د ټینګار ترڅنګ زیاتوي، چې په ۱۴۰۳ کال کې له ۱۴۵ زره ټنو ډېر توکي ټرانزیټ او صادر شوي دي.
په ۱۴۰۳ کال کې د هیواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د لیږد کچه:
د حیرتان بندر درې میلیونه ۳۸۶ زره ۱۴۳ ټنه
د اقینې بندر ۳۶۹ زره ۸۶۵ ټنه
د تورغونډۍ بندر ۵۹۲ زره ۴۸۷ ټنه
د خواف-هرات بندر ۵۰ زره ۷۹۹ ټنه
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس وايي: په تېر کال کې د وسپنې پټلۍ له لارې صادر شوي عمده توکي تالک ډبره، وچه میوه، کینو، کچالو او د انارو جوس وو. د لېږدونو زیاتوالی د یوه مثبت بدلون نښه ده او د هېواد د اقتصادي او پراختیايي زیربناوو د ځانبسیا زیری ورکوي."
ورته مهال د کرنې او مالدارۍ خونه د اوسپنې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ اهمیت ته په پام، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي لپاره په دې برخه کې پانګونه مهمه بولي.
وسیم صافي، د کرنې او مالدارۍ خونې د اجرائیه استازولۍ ريیس له سوداګرو وغوښتل: «ستاسې د رسنۍ له لارې پر سوداګرو او پانګوالو غږ کوم چې راشي او د وسپنې په پانګونه وکړي، څو موږ وکولای شو خپل محصولات په ټاکلي وخت او مناسب قیمت صادر کړو.»
احمد فردوس بهگزین، د اقتصادي چارو شنونکی، د وسپنې پټلی د ارزښت په اړه و ویل: «د وسپنې پټلۍ کرښې کولای شي توکي په لږ وخت او زیاته اندازه ولېږدوي، چې دا بهیر زموږ پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي او ورسره به د کار زمینې هم رامنځته کړي.»
د ټولګټو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې ۷۳ زره ۵۷۶ واګونونه د اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول شوي، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۲ کال کې دغه شمېر ۶۹ زره ۳۸۰ واګونونه وو او دا شپږ سلنه زیاتوالی ښيي.
په دې اړه مو اندونه