Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوداګرۍ وزارت: تېر کال ۲۷۵ زره ټنه ګاز له روسیې وارد شوي دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې له روسیې څه باندې ۲۷۵ زره ټنه ګاز پېرلي دي.

د دغه وزارت ویاند د دې پېرل شویو ګازو ټول ارزښت ۱۳۲ میلیونه ډالر یادوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع‌نیوز ته و ویل: «په ۱۴۰۳ کال کې د ۱۳۲ میلیونه ډالرو په ارزښت له روسیې ۲۷۵ زره ټنه مایع ګاز افغانستان ته وارد شوي دي.»

له دې سره سم، رویټرز خبري اژانس افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته له روسیې د ګازو د صادراتو کچې له لوړېدو خبر ورکړی دی.

رویټرز لیکلي چې د تېر کال په وروستیو کې پر روسیې د اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو له امله دغه هېواد افغانستان او منځنۍ اسیا ته د اوبلنو ګازو صادرات زیات کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې افغانستان ته د روسیې د اوبلنو ګازو صادرات ۷۱ زره ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال همدې مودې پرتله ۵۲ سلنې زیاتوالی ښيي.

راپور کاږي: «صنعتي سرچینو ویلي، د ۲۰۲۴ کال په پای کې پر مسکو د اروپايي ټولنې له بندیزونو وروسته افغانستان او د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو ته د روسیې د اوبلنو طبیعي ګازو (LPG) صادرات زیات شوي دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: «دا یوه ښه، ارزانه او باکیفیته معامله ده. تاسو پوهیږئ چې د جمهوریت پر مهال به ژمي کې د ګازو بیې تر ۹۰ یا ۱۰۰ افغانیو لوړېدې، خو سږ کال د روسیې له لوري د ګازو وارداتو له امله، په بیو کې هیڅ پام وړ لوړوالی نه دی لیدل شوی. که څه هم لږ څه توپیر راغلی، هغه هم یوازې یو یا دوه سلنې دی چې پر بازار هیڅ اغېز نه لري.»

خو د اقتصادي چارو ځینې شنونکي افغانستان کې د اوبلنو ګازو شته زېرمو ته په پام سره، له نورو هېوادونو د دغو ګازو د صادراتو مخنیوي لپاره دغه برخه کې پر لا ډېرې پانګونې ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رشتیا و ویل: «له نېکه مرغه افغانستان د طبیعي ګازو له بډایو زېرمو برخمن دی. که حکومت او خصوصي سکټور دغه برخه کې جدي هڅې وکړي او د بې کیفیته توکو پر وارداتو د تکیې پر ځای، پر کورنیو سرچینو پانګونه وشي، دا به د هېواد پر اقتصادي راتلونکي مثبتې او رغنده اغېزې ولري.»

افغانستان د خپلې اړتیا ډېره برخه ګاز د منځنۍ اسیا له هېوادونو او روسیې واردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه