Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سوداګرۍ خونې خبرداری؛ د پاکستان محدودیتونه سوداګریزه راکړه ورکړه ختموي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د پاکستان له لوري پر سوداګریزو چارو لګول شوي محدودیتونه به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزو چارو ته د پای ټکی کېږدي.

په تېر کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزو ستونزو ته په پام د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه یو ځل بیا له سوداګرۍ څخه د سیاست پر جلاوالي ټینګار کوي.

د دې خونې مشر زیاتوي چې دغو ستونزو د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د پام وړ کموالی راوستی او دوام یې ښايي دوه اړخیزې سوداګرۍ ته د پای ټکی کېږدي.

د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس، خان جان الکوزی په دې اړه داسې وايي: هم یې پاکستان حکومت، د پاکستان خلک، د پاکستان خصوصي سکټور، سوداګر او په ځانګړې توګه د ګډې خونې مسوولین چې موږ ورسره په اړیکه کې یو، موږ په دې نظر یو چې که دا ډول اړیکو دوام وکړ نو ژر ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه سوداګري په مکمله بڼه پاېته ورسیږي.  

په ورته مهال یو شمېر پاکستاني رسنیو هم ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه د ۲۰۲۵ کال تر فبرورۍ پورې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټرانزیټي سوداګري ۶۶ سلنه کمه شوې ده. 

د دغه راپور پر بنسټ دغه کمښت د قاچاق پر وړاندې د اسلام آباد د سختو سیاستونو او د مالونو په وارداتو باندې د نویو محدودیتونو د لګولو پایله ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ حجم یې اغزمن کړی دی.

د کرنې او مالدارۍ خونې لومړي مرستیال، میرویس حاجي زاده و ویل: تفاهم باید وشي، د سیمې د نورو هېوادونو مشران هم باید راشي او د اپټا او نورو هوکړو په څېر هوکړه وشي چې ټرانزیټي لار هیڅوک نشي بندولای. 

یوه سوداګر، امید حیدري هم و ویل: زموږ له سوداګرو سره دې مالي ملاتړ باید وشي. حکومت دې هڅه وکړي چې د کراچۍ له بندره په سمه توګه ګټنه وکړي. دا به د دواړو هېوادونو د اقتصادي ثبات پرمخ ګام وي. 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو څو اوونیو کې د تورخم لارې تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته شاوخوا ۷۰ میلیونه ډالره مالي زیان اوښتی او د دغه بندښت له امله د صادراتي او وارداتي محصولاتو لویه برخه زیانمنه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه