Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د اوبو مدیریت او برښنا په برخو کې د پانګونو د جلب هڅې

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، هڅې روانې دي چې د اسانتیاو په برابرولو سره د انرژۍ د تولید او د اوبو مدیریت په برخو کې پانګونو ته زمینه برابره شي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره، تر دې مهاله دغه برخه کې له دې وزارت سره له کورنیو شرکتونو سربېره د چین، ترکمنستان، ازبیکستان، ایران او ترکیې ځینو شرکتونو خبرې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع ‌الله عابد و ویل: «چین، ازبیکستان، ترکمنستان، ایران، ترکیې او ځینو نورو هېوادونه د افغانستان د انرژۍ او اوبو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې. ترکیې په عملي ډول په دې برخه کې پانګونه کړې ده.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا پر دې باور دي، چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید شته سرچینو ته په پام، دغه برخه کې پانګونه کولای شي د انرژۍ په تولید کې ځان بسیاینې ته د هېواد له رسېدو سره مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد اصف ستانکزي و ویل: «ګاونډیو هېوادونو او هغو پانګوالو لپاره چې افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري، د زمینې برابرول کولای شي دوی دغې چارې ته وهڅوي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي، محمد نبي افغان و ویل: «وزارتونه باید د پانګوالو لپاره مشخص پلانونه او طرحې ولري او له بهرنیو هېوادونو د یوه منظم پلان لمخې وغواړي چې موږ ته په هېواد دننه له ارزانه او اسانه لارو برښنا تولید کړي.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، ځینو کورنیو او بهرنيو شرکتونو په افغانستان کې  د کانونو، کرنې، روغتیا، د اوبو مدیریت، د انرژۍ د تولید او سړک جوړولو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه