اقتصاد وزارت وايي، ۱۴۰۳ لمریز کال کې له داخلي بودیجې ۳۷۰ پروژې پلي شوې دي.
د دغه وزارت د ویاند په خبره، دغه پروژې تر ډېره په بنسټیزو برخو کې وې او ورسره ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: «په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ولایتونو په کچه د ۸۷۳ فرعي پروژو په ګډون، ۳۷۰ پروژې د هېواد له کورنیو عوایدو یانې د اسلامي امارت له پراختیایي بودیجې پلي شوې دي.»
د چارو ځینې شنونکي په هېواد کې د کاري فرصتونو کمښت ته په اشارې د نورو ورته پروژو پر پلي کېدو ټينګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی، شمس الرحمن احمدزی وایي: «زموږ لپاره دا ډېر مهم دي چې په اقتصادي او بنسټیزو برخو کې څومره کار کیږي، ځکه دا به په راتلونکي کې ډېر اغېز ولري.»
بلخوا، د کابل ځینې اوسېدونکي د بېکارۍ له ستونزې شکایت کوي او له اسلامي امارته د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکی، محمد یاسین وایي: «که کار وي کار کوم، که نه وي، نو ستونزمنه وي؛ د کور له کرايې نیولې تر نورو ستونزو چې موږ ټول ورسره مخ يو.»
د کابل بل اوسېدونکي، غلام سخي و ویل: «له دولته غواړو چې خلکو ته کار پيدا کړي او د کار زمينې برابرې کړي.»
بې وزلي او بېکاري افغانستان کې د خلکو له سترو ننګونو ګڼل کیږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو لمخې، د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
په دې اړه مو اندونه