ننګرهار کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د "نارنج ګل" په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندراتون پرانیستل شو.
مسوولین وایي، دغه نندارتون کې به په ۱۶۰ غرفو کې کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي چې موخه یې دغو تولیداتو ته د مناسب بازار موندل دي.
د نندارتون تنظیم کوونکي، مسعود حقمل و ویل: «د ١٦٠ غرفو په لرلو سره پرانیستل شو چې په دغه نندارتون کې د بېلابېلو سکټورونو صنعت کارانو او سوداګرو خپلې غرفې پرانیستې دي.»
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس، سید عبدالبصیر پاچا و ویل: «د نندارتون موخه نړۍوال مارکیټ ته لار پیدا کول دي، دا د بازارموندنې یوه ښه لار ده، دا چې په دغه نندارتون کې غرفې اېښودل کیږي له دې بله ښه لار نشته.»
د نندارتون ځینې ګډونوال د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې او ودې په موخه د نندراتونونو جوړول اغېزناک ګام ګڼي.
دغه نندارتون کې غرفه لرونکي، مسیح الله و ویل: «دولت باید د سوداګرو ملاتړ لپاره ډېر کار وکړي، لومړی د دوا په برخه کې، هغه بې کیفیته درمل چې هېواد ته راځي د هغې مخه باید ونیول شي.»
غرفه لرونکي، عبدالرحمن و ویل: «موږ چې کومې پانګونې کړي دا موږ خپلې شخصي پیسې راوړي؛ نو پکار دا ده چې بانکدارۍ سیسټم فعال شي؛ څو خلکو ته پورونه ورکړل شي او خلک په اسانه وکولی شي خپل کاروبار مخته یوسي.»
ورته مهال د ننګرهار سیمهییز مسوولین په دغه ولایت کې پانګوالو او صنعتګرو ته د پانګونې په برخه کې د هر ډول اسانتیاو د رامنځته کولو ډاډ ورکوي.
د ننګرهار د والي مرستیال، عزیزالله مصطفی و ویل: «سوداګرو ته ډاډ ورکوو او دوی سره په هره برخه کې مرستې شوي، سوداګرو ته مخه ورکړل شوې؛ څو دوی دلته پانګونې وکړي او دا خپل هېواد اباد کړي.»
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ګڼ نندارتونونه جوړ شوي چې د بازارموندنې په برخه کې یې مثبته پایله لرلې ده.
په دې اړه مو اندونه