د پنجشېر والي محمد اغا حکیم وايي، د پارندې برېښنا بند چارې بشپړې شوي او نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پنجشېر سیمهییزو مسولینو له لوري د « ښاري خبرو» په نوم د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو ټینګېدو غونډه وشوه.
غونډه کې د پنجشېر والي ویلي، د پارندې برېښنا بند چارې بشپړې شوي او نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي دغه راز ویلي، د « دالان سنګ» بند پروژه هم د اسلامي امارت د مشر له لوري منظوره شوې او لومړني کارونه یې پیل شوي دي.
ښاغلي حکیم زیاته کړې: «په نږدې ورځو کې موږ د پارندۍ بند پرانیسته لرو چې د څو کلونو لپاره دغه پروژه ودرول شوې وه. الحمدالله د برېښنا ریاست او د ولایت د رهبرۍ په هڅو او هڅو سره دا پروژه پاېته ورسیده.»
په دغه ناسته کې، چې د کلنیو راپورنو لپاره ترسره کېږي، د بازارک ښاروالۍ مسوولینو پکې روان کال د څه باندې اویا میلیونه افغانیو په ارزښت د یو تفریحي پارک له جوړېدو خبر ورکړی.
د بازارک ښاروال، رحمت الله محمدي هم وايي: «یو تفریحي پارک د اویا میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. د دې پارک د جوړولو مکتوب د چارو ادارې له لوري صادر شوی او تړون تر سره شوی دی. هغه شرکت چې قرارداد یې کړی، سبا به پنجشیر ته راشي.»
بل لورته بیا د پنجشېر اوسېدونکي وايي، د برېښنا نشت، د مخابراتي شبکو ټیټ کیفیت، پاکو اوبو ته نه لاسرسی، د روغتیا او معارف برخو کې کم خدمات یې اساسي ستونزې دي او باید ژر تر ژره ورته پام وشي.
بازمحمد، د پنجشیر د اوسیدونکي و ویل: «نه زموږ د کرنې برخه کې چا کار کړی او نه زموږ په کانال کې، ولس خپله د بې وزلۍ او بدبختۍ سره دې مسایلو ته رسېدنه کوي.»
محمد شریف، د دغه ولایت بل اوسیدونکی وايي: «موږ د ټولګټو وزارت مسوولینو او هغو کسانو چې د سړکونو جوړولو برخه کې مسؤلیت لري، هیله کوو چې په زړه سواندۍ خپل کار پرمخ یوسي.»
د پنجشېر ولایتي مسوولین بیا د خلکو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.
په دې اړه مو اندونه