د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوی به له پاکستاني لوري سره پر سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورټ او د کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي.
اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، نورالدین عزیزي تر سفر یوه ورځ وړاندې د لا ښو پایلو ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو ادارو او خصوصي سکټور سره غونډې کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «پاکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر موخه د سوداګریز، ټرانزیټي او ټرانسپورټي ستونزو او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې اترې دي.»
په دغه پلاوي کې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ، د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا ریاست، د بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو، ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند، کرنې وزارتونو او دغه راز د خصوصي سکټور استازي حضور لري.
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د دغه پلاوي د سفر اهمیت ته په نغوتې سره، دا سفر د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یوه نوې پاڼه ګڼي.
د افغانستان– پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس، نقیبالله صافي و ویل: «په دوه ورځني سفر کې د پاکستان له بېلابېلو سکټورونو په ځانګړې توګه په سوداګرۍ، ټرانزیټ او ټرانسپورټي مسایلو هم خبرې وکړي. دا په ټوله کې یو ښه ګام او د دواړو هېوادونو لپاره مثبته پرېکړه ده.»
د اقتصادي چارو شنونکي، محمد اصف ستانکزي و ویل: «خدای دې وکړي چې دا سفر پایله ورکړي، جدي ژمنې وشي او له پاکستانه تضمین واخیستل شي. اوس مهال پاکستان افغانستان ته اړتیا لري.»
د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د خرابېدو، سیاسي ترینګلتیاوو او له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته سخت زیان رسېدلی دی.
د شمېرو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ راکړه ورکړه چې تر دوو میلیارده ډالرو رسېده، له ۲۰۲۴ زېږیز کال راهیسې د پام وړ کمه شوې او په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو خراب حالت ته رسېدلې ده.
په دې اړه مو اندونه