Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو د حل په اړه د ا.ا هلې ځلې

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر پاکستان ته په خپل سفر کې د اپتا هوکړې پر غځېدو او پاکستان ته دافغانستان د سکرو ډبرو د صادراتو په اړه له پآکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړي دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه داسې وايي: "په دې غونډه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د رغنده وړاندیزونو وړاندې کولو په ترڅ کې، د پاکستان لخوا د ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز او د دې کمیټې دوامداره غونډو د جوړولو لپاره خبرې وشوې څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزو ستونزو ته کتنه او حل لارې پیدا شي، او همدارنګه د کډوالو په اړه بحث او تبادله د نظر وشوه."

 د کرنې او مالدارۍ خونه پاکستان ته د افغانستان د سوداګریز پلاوي دغه سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره یو مثبت ګام بولي.

میرویس حاجی‌زاده چې د کرنې او مالدارۍ د خونو مرستیال دی وايي: "زما وړاندیز دا دی چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر یو مشخص هوکړه لیک یا تړون لاسلیک کړي، څو د افغانستان ته د راستنېدو وروسته دغه تړون د دوه یا درې کلونو لپاره اعتبار ولري او سوداګر له کافي ډاډ سره صادرات زیات کړي."

یو سوداګر، امید حیدري و ویل: "دا اقدام کولای شي زموږ ستونزې تر یوه حده کمې کړي. د سوداګرۍ پلاوي تبادله هم کولای شي هغه ستونزې چې تېر کال ورسره مخ وو، په راتلونکي کې کمې کړي او د دې ننګونو پر وړاندې جدي خنډ جوړ کړي څو موږ وکولی شو خپلې سوداګریزې اړیکې او مبادلات نور هم نږدې کړو."

پاکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي دا داسې مهال کېږي چې تېر کال د افغانستان پر ټرانزیټي توکو د دوه سلنه ګمرکي تعرفې د لګولو او د بندرونو د تړل کېدو په ګډون چې د سوداګرۍ خونې په وینا، سوداګرۍ او ټرانزیټ ته یې سخت زیان رسولی دی، د دواړو هیوادونو ترمنځ ډېرې ستونزې رامنځته شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه