Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیمه‌ییز مسوولین: چین ډاډ راکړی چې له واخانه به د سوداګرۍ فعالیتونو پیل کړي

چين د واخان لاري جوړېدو وروسته خپله سوداګرايزه لار له افغانستان سره پرانيزي

د بدخشان والي محمد ايوب خالد د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د خپل کلي د يو سړک د چارو د پېل پر مهال وویل، چې د واخان-چين ترمنځ د نښلېدونکې سړک د دوهمي برخي کارونه ۹۰ سلنه بشپړ شوی او تمه ده، تر راتلونکو دو مياشتو پوری بشپړ شي.

د بدخشان د ولایتي مسوولينو په خبره چينایي چارواکو ډاډ ورکړی، چې د واخان-چين نښلېدونکې لاری له جوړېدو وروسته به خپله سوداګريزه لار له افغانستان سره پرانيزي.

د بدخشان والي، محمد ایوب خالد وايي: "د چين سفیر له موږ سره د چین تر پولې پورې ولاړ. اوس د سړک پر پراخېدو کار روان دی"

د بدخشان د ولایت مقام د دفتر رییس، خان محمد هم وايي: "د واخان-چين ترمنځ سړک د لومړي فاز کار بشپړ شوی دی اوس یې د دویم فاز چارې لس سلنې پاتی دي چې تر راتلونکو دوه مياشتو پورې به بشپړې شي. افغانستان کې د چين سفير ډاډ راکړی، چې ډېر ژر به د واخان-چين ترمنځ سوداګريزه لار پرانیزي چې په دې سره به سوداګرۍ کې اسانتیاوې لا زياتی شي".

د واخان سوداګريز دهليز پرانيستنه به د هېواد پر اقتصاد او سوداګرۍ مثبت اغيز وکړي.

چين کې افغان سوداګر، صالح محمد الکوزي و ویل: "له چين سره به د واخان لارې پرانیستل په بازار کې پر بيو او د وچې او تازه مېوې پر صادراتو او پر وخت نړۍوالو بازارونو ته رسېدو برخه کې اسانتیاوی برابرې کړي".

ټولنيز فعال، احمدالله سمون هم وايي: "د واخان دهليز پرانيسته به سوداګري پراخه او زموږ اړيکي به د سيمي له هېوادونو سره زياتې کړي او دا يو ستراتيژيک موقعيت دی، چې زموږ درې ګاونډيان به سره ونښلوي".

د اسلام امارت د مسوولينو په خبره له چين سره واخان له لاري نښلېدل به سوداګريری او د هېواد اقتصاد پياوړی کړي.

د مسوولينو په خبره له چين سره پر پوله د سوداګريزو او امنیتی تاسيساتو چاری هم بشپړېدونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه