Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تازه پرمختګ؛ افغانستان کې د ټاپي پروژې نل لیکه څه باندې ۱۴ کیلومتره غځېدلې

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې نل لیکه ۱۴،۲ کیلومتره پرمخ تللې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغې نل لیکې په مسیر کې د یوه استوګنیز کمپ چارې هم ۸۰ سلنې پرمخ تللي او د ۳۳ مترو په اوږدوالي د یوه لوی پله کارونه هم پیل شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: «د ټاپي ګاز نل‌ لیکه په افغانستان کې ۱۴.۲ کیلومتره غځېدلې او د استوګنیز ښارګوټي د جوړېدو چارې چې د تورغونډۍ ښارګوټي ته نږدې پیل شوې وې، تر ۸۰ سلنې بشپړې شوې دي. برسېره پر دې، د همدې مسیر په اوږدو کې د یوه ۳۳.۵ متره اوږد او ۲۱ متره پراخ پل د جوړولو کار هم پیل شوی دی.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه ترکمنستان د افغانستان یو ښه ګاونډی او مهم اقتصادي شریک ګڼي او د ټاپی پروژې رغنیزې چارې هم د هېواد په ګټه ګڼي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: «ټاپي او فایبر نوري د افغانستان او سیمې لپاره حیاتي پروژې دي. هیله‌من یو چې دا پروژې د پلان سره سم پرمخ ولاړې شي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، لعل ځاځي و ویل: «د ټاپي، ټاپ او کاسا زر په ګډون باید د سیمه‌ییزو پروژو تطبیق لپاره زمینه برابره شي. د دغو پروژو ځینې تخنیکي چارې مخکې تللي او اوس د ټاپي کار هم پیل شوی دی. د دې ډول پروژو تطبیق کولای شي د افغانستان د ګاز، انرژۍ او نورو سکتورونو ستونزې راکمې کړي.»

د ټاپي پروژې تر څنګ د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د لېږد پروژې چارې چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته برښنا لېږدوي، د نوري فایبر د کېبل غځولو پروژه او د رېل پټلۍ د جوړېدو چارې هم روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه