Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسي شرکتونه د افغانستان په سرو زرو او زمردو کې پانګونې ته لیواله دي

یو شمېر روسي پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو له معین سره په کتنه کې، د افغانستان پر کانونونو په تېره بیا د سرو زرو او زمردو پر کانونو پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي:  «په دې کتنه کې چې د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې، د روسي شرکتونو مشرانو د کانونو په برخو کې د خپلو ظرفیتونو، فعالیتونو او تجربو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان، په ځانګړې توګه د سرو زرو او قیمتي ډبرو، په تېره بیا زمردو، په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.»

بلخوا، د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې د هېواد بېلابېلو کانونو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ستر فرصتونه برابر کړي او که چېرې په دې برخه کې پانګونه وشي، نه یوازې دا چې د  خلکو لپاره به د کار زمینې برابره شي، بلکې د افغانستان اقتصاد به هم وده وکړي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان په دې اړه وايي: «په ځانګړي ډول روسیه چې دا مهال افغانستان ته تګ‌راتګ لري او غواړي د کانونو په برخو کې پانګونه وکړي، که تجربه ولري او پانګونه هم وکړي، نو باید د کانونو پروسس د هېواد دننه ترسره شي. باید وویل شي چې د افغانستان زمرد، لاجورد او سره زر په نړۍوالو بازارونو کې ښه ارزښت لري. دا یو فرصت دی چې که عملي شي، زموږ د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابروي.»

بل پلو، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي ټینګار کوي چې حکومت باید د بهرنیو پانګونو د جذب لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد کریم عظیمي بیا وايي: «حکومت باید د بهرنیو پانګوالو د جلبولو لپاره مناسبه تشویقي کڅوړه جوړه کړي، څو له یوې خوا بهرني پانګوال وهڅول شي او له بل لوري دوه‌ اړخیزې ژمنې موجودې وي، څو دا لیدنې کتنې یوازې خبرې پاتې نه شي، بلکې عملي بڼه هم خپله کړي.»

تر دې وړاندې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې د افغانستان د ۲۱ لویو کانونو د سپړنې، کېدنې او پروسس په برخو کې، ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې او د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، افغانستان د شاوخوا درې ټریلیونه ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه