د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي په سیمه کې د شخړو د زیاتوالي له امله د افغانستان له هوایي حریمه د الوتنو شمېر کم شوی دی.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، سیمهییزو ترینګلتیاو د هېوادونو د هوايي حریم له لارې د عبوري الوتنو پر بهیر مستقیم اغېز کړی او دا لړۍ د دې لامل شوې چې د افغانستان له هوايي حریم هم د عبوري الوتنو شمېر راکم کړي.
د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې د افغانستان هوايي حریم خوندي او باثباته دی او عبوري الوتنې به په راتلونکو ورځو کې بېرته نورمال حالت ته را وګرځي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند، حکمتالله اصفي وايي: "څه موده مخکې نږدې ۳۰۰ عبوري الوتنې ترسره کېدې، خو په دې موده کې دغه شمېر لږ راکم شوی، خو دا امکان شته چې دا شمېر بېرته زیات شي."
دغه وزارت همداراز هغه راپورونه ردوي چې ګواکې د هند او پاکستان ترمنځ د تنشونو له امله، ځینې هوايي شرکتونه چې افغانستان ته الوتنې کوي، خپل فعالیتونه درولي دي.
وزارت زیاتوي چې دا مهال دوه کورني او اووه نړیوال هوايي شرکتونه د نړۍ هېوادونو ته مستقیمې الوتنې ترسره کوي.
بل لور ته، ځینې شنونکي د افغانستان د نړیوالو هوايي اړیکو پر ارزښت ټینګار کوي او وایي، باید د افغانستان هوايي میدانونه معیاري شي.
د اقتصادي چارو شنونکی، احمد فردوس بهګزین هم وايي: "موږ باید له نورو هېوادونو سره سوداګریز پروګرامونه ولرو، څو د سفرونو د لا ښه تنظیم زمینه برابره شي، ځکه هر څومره چې موږ له هوايي لارې عواید تر لاسه کړو، افغانستان یوه ښه فضایي موقعیت لري او هیله لرم چې موږ وکولای شو په دې برخه کې پراخ فعالیتونه وکړو."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مرستیال ویلي وو، د جګړو له پای ته رسېدو او د افغانستان د هوايي حریم له امنېدو وروسته، بهرنيو شرکتونو بیا لېوالتیا پیدا کړې چې خپلې الوتنې افغانستان ته له سره پیل کړي.
په دې اړه مو اندونه