د پاکستان د فډرالي مالیې ادارې د افغانستان پر هغو لسګونو ډوله ټرانزیتي توکو چې د پاکستان له لارې هېواد ته واردېږي، لس سلنه د پروسس فیس یا د رسېده ګۍ لګښت لګولی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه اندازه لګښت به په الکترونیکي توګه د پنځو نویو ډلو پر محصولاتو، لکه د کرنې وسایل، جرثقيلونه، برقي فاضله توکي او معلوماتي ماشينونه، عملي شي.
د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د پاکستان له حکومته غواړي، چې پر ټرانزیټ د اضافي لګښتونو د وضع کولو پر ځای دې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس نقیبالله صافی وايي:«د پاکستان د عمومي عوایدو ادارې د یوه مکتوب له مخې، هغوی د افغانستان د ټرانزیت ځینې توکي د لس سلنې د فیس له پروسس څخه معاف کړي دي؛ خو ډېری توکي یې په لیست کې هم شامل کړي دي، چې ډېری یې د ماشین آلاتو په برخه کې دي.»
په دې لړ کې ځینې سوداګر او د اقتصادي چارو شنونکي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د پاکستان پر کړنو نیوکه کوي او د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا لپاره د بدیلو لارو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کوي.
د کابل د صنعتکارانو د ټولنې رییس عبدالجبار صافي طلوعنیوز ته وویل:«پاکستان د نړۍوالو اصولو خلاف عمل کوي او د اقتصادي پیاوړتیا یا نورو دلیلونو له مخې دغه تعرفې زیاتوي، چې له امله یې د افغانستان سوداګري زیانمنېږي او موږ له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالظهور مدبر هم وايي:«له پاکستان سره د روانو سیاسي ستونزو له امله، بدیله لاره کولی شي ایران وي، چې د چابهار له لارې ترانزیت ترسره شي.»
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې لخوا د افغانستان د ټرانزیټي توکو پر وړاندې د دغه لګښت موخه، د افغانستان له ټیټو ګمرکي تعرفو د ناوړه استفادې مخنیوی، د مالیاتي عوایدو ډېرېدل او د سوداګریزو بهیرونو د روڼتیا زیاتېدل ښودل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه