افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، له خپل اوزبیکستاني سیال عصمت الله ارګاشیف سره یې د سوداګرۍ پر پراختیا، ګډو اقتصادي پروژ په ځانګړې توګه پر افغان-ټرانس پروژې او د سیمې پر ظرفیت لوړولو خبرې کړې دي.
افغانستان لپاره د اسلام اباد او تاشکند دغه ځانګړي استازي دغه راز د اوزبیکستان - افغانستان - پاکستان د رېل پټلۍ پر پروژې هم غږېدلي دي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالحسیب صافي و ویل: «څومره چې موږ له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي تعاملات ولرو، په هماغه اندازه به موږ وکولای شو چې له دغو هېوادونو اقتصادي ګټه واخلو او له تجربو، فرصتونو، امکاناتو او ظرفیتونو چې ګاونډیان او د نړۍ نور هېوادونه یې لري، د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټنه وکړو.»
افغان-ټرانس د تاشکند، کابل او اسلاماباد ترمنځ د همکاریو یو مهم عنصر بلل کیږي. دغه پروژه د یوه اقتصادي دهلیز په توګه جوړه شوې، چې مرکزي اسیا د هند سمندر له بندرونو سره نښلوي او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هم مهمه بلل کیږي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر په دې اړه و ویل: «که چیرې د افغان-ټرانس پروژه پلي شي، دا به وکولی شي زموږ او د مرکزي او سویلي اسیا د هېوادونو لپاره ګټوره وي. دغه پروژه کولی شي لګښتونه له ۳۰ تر ۴۰ سلنې راکم کړي.»
دغه پروژه له ۲۰۱۸ کال راهیسې د نامالومو دلایلو له امله نه ده پلي شوې.
اقتصاد وزارت بیا افغانستان د پاکستان او اوزبیکستان ترمنځ د یو نښلونکي هېواد په توګه مهم ګڼي او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پراختیا د افغان-ټرانس پروژې او اقتصادي ودې لپاره ګټوره بولي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: «افغانستان د سیمې نښلونکی او د اوزبیکستان او پاکستان ترمنځ د اړیکې پل دی. د دې درېیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پراختیا د افغان-ټرانس پروژه نوره هم پیاوړې کوي او د درې واړو هېوادونو اقتصاد به ورسره وده وکړي.»
افغانستان هر کال له پاکستان سره د ۲ میلیارده ډالرو او له اوزبیکستان سره د شاوخوا ۱ میلیارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کوي.
په دې اړه مو اندونه