Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د څه باندې ۴۲ میلیون افغانیو په ارزښت د نورستان د قیمتي ډبرو پلور

د نورستان د ماوی کان قیمتي ډبرې د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د یوې بولۍ له لارې یې د نورستان د دوآب ولسوالۍ د ماوی کان د کونزیت او بیروج قیمتي ډبرې د ۴۲ میلیونه ۸۱۴ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت پلورلې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې لمخې، له دغه تړون د اسلامي امارت ونډه څلور میلیونه ۲۸۱ زره او ۴۵۰ افغانیو ته رسېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی، قطب‌الدین یعقوبي بیا په دې اړه داسې وايي: «لکه څنګه چې نړۍ یې تمه لري، باید استخراج، پروسس او بسته‌بندي وشي. که موږ دا قیمتي ډبرې په سمه توګه استخراج، پروسس او بسته‌بندي نه کړو، باور لرم چې نړۍ به د داسې ډبرې پېرودونکې نه وي.»

یو شمېر اقتصادي شنونکي ټینګار کوي، چې  د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پر د پروسس فابریکې باید په داخل کې جوړې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی، احمد فردوس بهگزین بیا وايي: «هغه قوانین چې د افغانستان د کاني ډبرو د را ایستنې د ښه‌والي مرسته کوي، باید جوړ شي او ترڅنګ یې باید د ناقانونه استخراج او قاچاق د مخنیوي لپاره جدي نظارت وشي، څو موږ وکولای شو په دې سکټور کې بدلونونه ووینو.»

ویل کېږي چې د افغانستان قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د خپل لوړ کیفیت له امله نړیوال شهرت لري، او په وروستیو کې یو شمېر بهرني پانګوال هم د دې برخې پر سر پانګونې ته لیواله شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه