د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، نورالدین عزیزي کوي، نن اوزبېکستان ته ولاړ.
د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه، د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته تللی.
د دې سفر موخه، په تاشکند کې د پانګونې په څلورمه نړۍواله غونډه کې ګډون او د کابل او تاشکند ترمنځ د پخوانیو ژمنو تعقیبول یاد شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه داسې وايي: په پام کې ده چې د دغه کنفرانس په څنډه کې د اوزبېکستان د کورنیو تولیداتو یو نندارتون جوړ شي او ورسره د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د اوزبېکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.
تمه ده چې د افغانستان پلاوی به د دې کنفرانس تر څنګ له لوړپوړو ازبکستاني چارواکو سره هم وګوري او د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراخولو به خبرې وکړي.
د ا قتصادي چارو یو شمېر شنونکي دا سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان خپل نظر داسې شریکوي: که اسلامي امارت پلاوی هلته رسېدلی وي او خپلو ګټو ته په کتو عمل وکړي نو په اوزبېکستان کې زموږ ډېری پروژې دي چې دا به د ملي ګټو او منافعو پر بنسټ ډېرې ګټورې تمامې شي.
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، قطبالدین یعقوبي بیا وايي: اوزبېکستان ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پلاوي چې مشري یې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي کوي، ښه دی. دا به غوره وي چې په اوسنیو شرایطو کې له ګاونډيو او سیمې هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو لپاره ګډې ګټې لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دا کنفرانس د پانګونې په برخه کې د سیمې له مهمو نړیوالو غونډو څخه دی، چې پکې د نږدې سلو هېوادونو لوړپوړو چارواکو په ګډون ولس مشران او لومړي وزیران برخه لري.
په دې اړه مو اندونه