افغانستان تر عراق وروسته د ایران دویم تر ټولو ستر اقتصادي شریک دی چې د ایراني مسوولینو په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ هر کال د درې میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کیږي.
د دوغارون ازادې سوداګریزې-صنعتي سیمې اجرایه رییس، ټینګار کړی چې افغانستان ته د ایران ۹۰ سلنې صادراتي توکي د دوغارون له لارې لېږدول کیږي.
اقتصادي کارپوه، محمد نبي افغان په دې اړه طلوعنیوز ته و ویل: «ایران سره زموږ سوداګري یو اړخیزه ده. ایران او د سیمې نور هېوادونه هڅه کوي چې خپل توکي پر موږ وپلوري، خو له موږ څه نه اخلي. که ایران او ورته نور هېوادونه غواړي چې سوداګري وده وکړي، باید د بدیلو لارو د لټون پر ځای له موږ سره مستقیمه سوداګري وکړي.»
له دې سره هم مهاله، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، ایران ته د افغانستان صادرات تر وارداتو کم دي او دغه بازار ته د صادراتو د زیاتوالي لپاره، د ټرانزیټ او ټرانسپورټ د وضعیت ښه کولو ته اړتیا ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي و ویل: «موږ له ایران سره تر درې میلیارده ډالرو سوداګري لرو، دا شمېرې سم ېدي. زموږ واردات زیات دي او صادرات کم. صادرات مو ځکه کم دي چې هغه توکي چې موږ یې لرو، ایران یې هم لري. کوم جدي خنډ نشته او زموږ صادرات څه باندې ۵۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.»
سوداګر هم وایي، که ټرانسپورټي ستونزې حل شي، ایران د افغانستان د توکو لپاره هم ښه کېدایشي.
سوداګر، امید حیدري و ویل: «موږ هیله لرو چې ایران خپلې ژمنې عملي کړي؛ څنګه چې افغانستان د ایران لپاره یو ښه بازار دی، همداسې دې ایران هم هڅه وکړي چې د افغانستان صادراتو ته ښه فرصت برابر کړي، او د افغان بزګرو ملاتړ دې وکړي، څو وکولای شو ایران ته صادرات ولرو او هم د ایران له لارې ټرانزیټ ته لاسرسی ومومو.»
ایران ته د افغانستان ډېری صادراتي توکي کاني ډبرې، ممیز، د سربو شمش، غیر الکولي مشروبات، د سبزيجاتو تخم، کنجد او مۍ دي، په داسې حال کې چې له ایرانه تر ټولو زیات واردېدونکي توکي ډېزل، پټرول، د کارخونو خام توکي، اوبلن ګاز، د موټرو پرزې او ماشینونه دي.
په دې اړه مو اندونه