Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له بندر عباسه د توکو د لېږد درېدو سوداګر او صنعتکاران اندېښمن کړي

د ایران پر ښارونو او مهمو مرکزونو د اسراییل هوايي بریدونه له دوام سره هممهاله د هرات د سوداګرۍ او پانګونه خونه په بندر عباس ښارګوټي کې د افغان سوداګرو توکو شتوالي ته اندېښنه څرګندوي.

د دغې خونې مسوولین وايي د افغان سوداګرو ډېری سوداګریز توکي د دغه بندر له لارې د هرات صنعتي ښارګوټي ته واردېږي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، یونس قاضي زاده وايي: "زموږ د هېواد د وارداتو یو له مهمو او سټراټيژیکو لارو د بندر عباس له تودو اوبو تېرېږي. موږ د ایران د وضعیت په اړه اندېښمن یو او هیله لرو چې د ایران بندرونو او د افغان سوداګرو شتو ته چې په بندر عباس کې دي، جدي زیان ونه رسېږي."

د هرات د صنایعو او کانونو خونه وايي د ایران پر بندرونو د اسراییل هوايي بریدونو له دوام سره  په بندر عباس کې د افغان سوداګرو بارونو او سوداګریزو توکو لېږد لړۍ درېدلې ده.
 
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس، محمد ناصر امین هم وايي: "موږ له ډېرو صنعت‌کارانو سره اړیکې درلودې، هغوی ویلي چې په بندر عباس کې اومه توکي د ازموینې په پلمه یوه موده درول شوي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې د اسنادو پروسه ژر تر ژره بشپړه شي، ځکه دا بېړنی حالت دی. په داسې وضعیت کې نه شي کېدلای چې زموږ اومه مواد چې ترانزیټي بڼه لري، هلته ودرول شي."

ځینې صنعتګر او سوداګر د ایران پر بندرونو د هوايي بریدونو دوام سره وايي د خپلو توکو زیانمنېدو ته اندېښمن دي.

صنعتګر، توریالی غوثي هم وايي: "هر هغه صنعت‌کار چې په بندر عباس کې مالونه لري، دا اندېښنه لري چې مالونه یې له منځه ولاړ نه شي. موږ هیله لرو چې زموږ مالونه هلته زیان و نه ويني او خوندي ډول هېواد ته انتقال شي."

بر بنیاد گزارش رسانه های ایران، در روزهای پسین بندرعباس بارها مورد حمله های هوایی اسراییل قرار گرفته اما پدافندهوایی ایران این حمله ها را خنثی کرده است.
 
د ایراني رسنیو د راپورونو لهخې په وروستیو ورځو کې بندر عباس په ځلونو د اسراییل هوايي بریدونو سره مخ شوه خو د ایران هوايي مدافع ځواک دغه بریدونه خنثا کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه