Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تاجیکستان پوله ساتو د خواهان ولسوالۍ د هټۍوالو پر توکو مالیه لګولې

د بدخشان د خواهان ولسوالۍ ځینې هټۍوال او اوسېدونکي وايي، د تاجیکستان سرحدي ځواکونو ګډ بازارګوټي ته د دوی پر وړونکو سوداګریزو توکو ګمرکي مالیه لګولې ده.

دغه هټۍوال وايي، له دې امله له ننګونو سره مخ دي او له مسوولینو دغې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

هټۍوال، سید نجیب‌ الله طلوع‌نیوز ته و ویل: «تر دې مخکې ګمرک نه و. اوس وایي، د خلکو بار ګمرک کوو، مثلاً وایي، پر یو کارتن کیک ۴۹ ساماني مالیه ټاکو خو افغان سوداګر له یوه کارتن کیک یوازې له اوو تر لسو ساماني ګټه اخلي.»

ورته مهال د بدخشان د ګمرک عمومي مدیر دغې ستونزې ته د رسېدنې په پار له هڅو خبر ورکوي.

 د بدخشان د ګمرک مدیر، روح‌الله روحاني و ویل: «موږ دغه برخه کې هڅې کوو او له تاجیکستاني لوري سره مو خبرې کړي، ان‌شاءالله دا موضوع تر یوه حده حل شوې او ډېر ژر به په بشپړه توګه حل شي.»

د بدخشان اوسېدونکي په دغو بازارګوټو کې له راکړې ورکړې خوشحاله دي او د خپلو اړتیاو توکو د پېرلو په پار یې مهم ګڼي.

د بدخشان اوسېدونکي، حشمت‌الله و ویل: «دغه بازار کې هم زموږ او هم د تاجیکستاني لوري اړتیاوې پوره کیږي. موږ له اسلامي امارته غواړو چې دا بازار دوه ورځنی کړي او هغه بار چې هغه لوري ته ځي، له ستونزو سره مخ نه شي.»

اشکاشم، شغنان، مایمۍ، نسۍ او خواهان د بدخشان هغې ولسوالۍ دي چې دغه ډول ګډ بازارونه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه