بلخ کې یوه تولیدي شرکت د لومړي ځل لپاره اروپا ته د ۲۱ ټنه صابونونو یوه کڅوړه صادر کړه.
د دغه شرکت مسوولین وایي، لندن ته یې د دغه محصول د صادرولو پنځه کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د خصوصي شرکت اجراییوي رییس، رسولداد امیني و ویل: «دا درېیمه جوپه ده چې موږ یې بهر ته صادروو. لومړۍ مو تاجیکستان او ازبیکستان ته صادرې کړي او نن مو له اسیا، اروپا ته پرمختګ وکړ او د انګلستان لندن ښار ته صادر شوې ده.»
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې دغه صادرات د افغانستان د تولیدي او خصوصي سکټور د پراختیا نوی فصل بللی او د صنعتکارانو د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس، امیر محمد متقي و ویل: «دغه نوښتونه ښیي چې افغاني تولیدات د کیفیت له پلوه په نړۍوالو معیارونو برابر دي او بازار ته د وتلو توان لري.»
د خصوصي سکټور غړي ټینګار کوي چې افغان صنعتکاران او پانګوال باید د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه د صادراتو په برخه کې هڅې وکړي.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، اسدالله اسدي و ویل: «دا چې سیاسي خپلواکي مو ترلاسه کړه نو اوس اړتیا ده چې اقتصادي خپلواکي هم ترلاسه کړو، تر هغو چې خپله اقتصادي خپلواکي ترلاسه نه کړو او د صادراتو او وارداتو توازن برابر نه کړو، خپل عزت نشو ترلاسه کولای.»
د بلخ د کانونو او صنایعو خونې رییس، امامالدین صنایعزاده و ویل: «هغه کډوال چې راځي باید ورته کاري زمینې رامنځته شي، تر کومه به نورو ته اړ یو؟»
د یادونې ده، چې دا مهال له افغانستانه کرنیز محصولات، غالۍ، دودیزې جامې، ګران بیه ډبرې او ګازي مشروبات اروپايي هېوادونو ته صادریږي.
په دې اړه مو اندونه