Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ازبکستان د افغانستان د توکو د ټرانزیټ بیه نیمايي ته راکمه کړه

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وایي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د هوکړې پر بنسټ، ازبکستان د افغانستان پر سوداګریزو توکو د ټرانزیټ بیه نیمایي ته راکمه کړه.

هغه زیاتوي چې ازبکستان دمګړۍ د افغانستان هغه سوداګریز توکي چې په ۴۰ فوټه کانټینر کې وي د هر یوه کانټینر نه ۱۲۵۰ ډالر د ترانزیټ حق اخلي چې تېر کې دا اندازه ۲۵۰۰ ډالره وه.

بل لور د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه دې پراخه شي.

نوموړی زیاتوي افغانستان به د ازبکستان له لارې د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو او روسیې سره ونښلول شي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دې اړه څرګنده کړه:«پخوا له یوه  ۴۹ فټه کانټینر څخه کابو ۲۵۰۰ امریکايي ډالر اخیستل کېدل، خو اوس دا اندازه نیمه شوې او موږ هم له ازبکستان سره بلمثل کار کړی او خپل فیس مو نیمايي کړی دی.»

له بلخوا د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې ډېره مهمه بولي.

د دې ادارې مرستیال خانجان الکوزی وايي چې د چین له بازارونو د هېواد د اړتیا وړ توکو د وارداتو لپاره د ازبکستان لاره ډېره ډاډمنه ده او حکومت باید دا لاره پرانیزي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:«هم د ټرانزيټ له پلوه او هم د سوداګرۍ له اړخه او همدارنګه د پانګونې له پلوه یعنې په درې برخو کې، ازبکستان لېواله دی او موږ کولای شو چې د ازبکستان د کارګو سنټر څخه استفاده وکړو.»

د سوداګرۍ او صنایع خونې د مسوولینو په وینا په اوسني وخت کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه څه دپاسه ۴۰۰ مېلیون ډالرو ته رسېږي او که له دې هېواد سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شي دغه هېواد به د افغانستان لپاره پر یو لوی سوداګریز او ټرانزیټي شریک بدل شي.

اکلیل حکیمي وايي ازبکستان دمګړۍ د افغانستان هغه سوداګریز توکي چې په ۴۰ فوټه کانټینر کې وي د هر یوه کانټینر نه ۱۲۵۰ ډالر د ترانزیټ حق اخلي چې تېر کې دا اندازه ۲۵۰۰ ډالره وه.

شریک یي کړئ