Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانانو تېر کال له بهره افغانستان ته ۹۰۰مېلیون ډالر استولي

افغان وګړي هر کال له هېواده بهر افغانستان ته خپلو کورنیو او خپلوانو ته یو ډېر شمېر پیسې استولي.

نړیوال بانک د دغو پیسو شمېر په تېر زږدیز کال کې ۹۰۰ مېلیونه ډالر او مرکزي بانک څه باندې ۷۵۳ مېلیونه ډالر ښيي.

نړیوال بانک په یوه تازه رپوټ کې د کورونا کړکېچ د کډوالۍ له پلوه څېړلې دی. د دغه رپوټ له مخې سږکال به په نړیوال رمټنس یا هغو پیسو کې چې کډوال یې خپلو هېوادونو ته لېږي؛ د تېر کال پرتله ۱۰۹ مېلیارد ډالره کموالی را شي او د سوېلي آسیا په هېوادونو کې به په ۲۲ سلنې کموالي سره له ۱۴۰ مېلیارد ډالرو نه ۱۰۹ مېلیارد ډالرو ته ورسېږي. 

د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له مخې افغانستان په بېلابېلو هېوادونو کې شپږمېلیون وپنځه سوه زره کډوال لري چې ډېری یې کارګران دي.

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي په دې اړه وویل:«په افغانستان څلوښت کاله جګړه ده. څه باندې ۵۰ سلنه خلک د بې وزلۍ کرښې لاندې دي او په افغانستان کې د بې کارۍ نرخ هم ډېر لوړ شوی دی. نو خلک له کومې معجزې سره ژوند کوي. ټکۍ همدلته دی چې د خلکو ژوند په هغو مرستو پورې تړلی دی چې کډوال له بهره استوي.» 

د اقتصادي چارو کارپوه ایرج فقیري هم وايي:«دا دې لامل کېږي چې په افغانستان کې د ارزې کموالی رامنځته شي او د افغانستان پیسو ارزښت کم شي او بې کاري په افغانستان کې زیاته شي.»

نړیوال بانک وایي لکه څنګه چې دا پیسې د لږ او منځني عاید لرونکو کورنیو حسابونو ته لوېږي؛ د هغو کمښت بې وزلي زیاتولای شي.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن څرګندوي:«دقیقاً دغه کورنۍ اغېزمنې کوي او د دې لامل کېږي چې د عوایدو یوه برخه یې ټيټه شي او که چېرې هغه کورنۍ چې تر ډېره پر دغو پیسو پورې تړلي دي کولای شي چې حتا له بې وزلۍ سره یې لاس او ګرېوان کړي.»

د رمټنس کمښت پر هغو پیسو چې له هېواد نه بهر هېواد ته راوړل کېږي یوازې د کورونا ویروس د پراختیا پایله نه ده.

صادرات او له هېواد نه بهر کې هم د افغانستان د شرکتونو د توکو پلورل خورا زیانمن شوي دي. 

د کوچي برنډ رییس قیوم معین وايي:«معمول هغه څه مو چې په کوچي برخه کې لرل ښکلې جامې وې چې تراوسه په ټوله نړۍ کې د هغه بازارونه غلي دي. زموږ پر کار او بار یې ډېره اغېزه کړې ده او اصلاً زموږ کار او بار یې درولی دی.»

بل خوا د کورونا ویروس د پراختیا په لړ کې په تېرو دوو میاشتو کې څه باندې دوه سوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي؛ له دې ډلې له متحده عربي اماراتو څه باندې دیارلس زره تنه چې ډېری یې کارګران دي راستانه شوي دي.

د هغوی په راستنېدو سره نه یوازې د کورنیو د عایدو سرچینه بنده شوې ده، بلکې د افغانستان د کار پر بازار هم فشار زیات شوی دی.

شریک یي کړئ