Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان او ازبکستان خپل منځي سرحد کې ازاده سوداګریزه حوزه جوړوي

افغانستان او ازبکستان د دواړو هېوادونو په سرحد کې د یوې ازادې سوداګریزې حوزې پر جوړولو خبرې اترې پیل کړي دي.

د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو اړیکو له پراختیا وروسته د دواړو هېوادونو دولتي او خصوصي سکټورونو استازو د خپلمنځي ټرانزیټي او سوداګریزو هوکړو د عملي کولو په هدف ترمز  ښار کې ګډه غونډه کړې ده.

د ازبکستان د نړیوالې سوداګرۍ وزیر جمشید خادجه یووف په دې اړه وویل:« د نننۍ غونډې موخه دا وه چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د خپلو تولیداتو د معرفۍ زمینه برابره کړو، موږ هڅه کوو چې د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاو او دغه راز پر ګډه پوله د یو لوی سوداګریز بازار جوړولو کار په ګډه وکړو.»

په دغې غونډه کې چې د اروپايي ټولنې او د سوداګرۍ د نړیوال مرکز په همکارۍ او مرسته جوړه شوې وه، د افغانستان او ازبکستان څه باندې ۴۰ خصوصي او دولتي استازو د سوداګرۍ او پانګونې پر ښه‎والي خبرې اترې وکړي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار شاکر کارګر په دې اړه وویل:«ولسمشر اشرف غني، په مخکنۍ غونډه کې چې د ازبکستان له ولسمشر سره یې لرله، له ازبکو پانګه‎والو څخه یې وغوښتل چې د هرات په سنګان کان کې پانګونه وکړي چې دا موضوع د ازبکو پانګه‎والو لپاره ډېره جالبه وه. موږ غواړو چې د دغه کان په څېر په څو نورو کانونو کې هم ازبکستان پانګونه وکړي.»

اخوا د اروپايي ټولنه او د سوداګرۍ نړیوال مرکز د دواړو هېوادونو د سوداګریزې ودې لپاره دا ډول ناستې مهمې بولي.

د سوداګرۍ د نړیوال مرکز د سوداګریزو اسانیاوو د څانګې مسوول جین سبستین رور وویل:« اړتیا ده چې په دغسې ناستو د دواړو هېوادونو خپلمنځي سوداګریزې ستونزې هوارې شي، موږ له افغان او ازبکستاني لوري څخه تمه لرو چې د دواړو هېوادونو د خصوصي برخو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پیدا کولو لپاره غوره سوداګریزه فضا رامنځته کړي.»

د دواړو هېوادونو تر منځ مختلفو برخو کې د پانګونې جذب، د سوداګریزې ودې او راکړې ورکړې لپاره د نویو لارو کارول او د تجارتي او ټرانزیټي ودې لپاره د اوسپنې پټلۍ غځول د دغې ناستې د بحث نور مهم ټکي وو.

د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مهمند وویل:« په راکړه ورکړه کړې زموږ او ازبکستان په اړیکو کې پرمختګ شوی او ښه‎والی رامنځته شوي دی.»

د دې ناستې په څنډه کې د د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو د خونو یو ګډ سوداګریز مرکز په جوړولو هم سلا وشوه او ترمز ښار کې په دې اړه هوکړه لاسلیک شوه.

شریک یي کړئ