Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ته د ترکمنستان برېښنا د لېږد پروژې د کار دوام

د برېښنا شرکت چارواکي وايي له ترکمنستان څخه هېواد ته د  ۵۰۰ کیلو ولټه د برېښنا د مزي د لېږد د پروژې په کار کې د ځنډ له امله دغه پروژه به د راتلونکي زیږدیز کال تر پایه پورې  ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا چارواکي زیاتوي، سره له دې چې چارې یې له ځڼډ سره مخامخ شوې وې، خو اوس‎مهال په درېیو برخو کې چټک روان دی.

د یاد شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي څرګندوي:«په درېیو برخو کې د دې پروژې کار دوام لري او موږ هڅه کوو سره له ځڼډ سره د دې پروژې کار په لنډ وخت کې ترسره کړو.»

له دې سره د پلازمینې اوسیدونکي د بریښنا له دوامدارو پروچویو په تنګ راغلي او وايي چې حکومت مکلف دی ترڅو خلکو ته دوامداره برېښنا برابره کړي.

د ټوټا پروژه چې پربنسټ به يي له ازبکستان، تاجیکستان او ترکمنستان هېوادونو څخه افغانستان زر میګاواټه بریښنا ورسیږي د هېواد له جنجالي پروژو څخه بلل کېږي.

د دې پروژې په پرانستلو سره به د پلازمینې سربیره مرکزي، سویلي او سویل ختیځ ولایتونو اوسیدونکي له دوامداره بریښنا برخمن شي.

د بریښنا شرکت مسوولین وايي، له دې سربیره چې دیادې پروژې چارې له ځنډ سره مخ شوې خو اوس مهال ددغې پروژې په دریو برخوکې کار په چټکۍ روان دي.

دغه راز د پلازمینې یو شمېر اوسیدونکي وايي چې حکومت باید پلازمینه کې د وارداتي بریښنا بدیلې چارې ولټوي.

د کابل اسېدونکی، محمدذبیر زیاتوي:«اوس مهال موږ سره له دې چې ډېره پېسې د برېښنا لپاره ورکوو خو دوامداره برېښنا نلرو.»

د بریښنا شرکت چارواکي وايي د امریکا پراختیايي اداره اوسمهال له کابله کندهار او له کابله خوسته د بریښنا مزي غځيدو چارې پيل کړي دي.

ویل کیږي چې کابل ته د دې پروژې د بریښنا مزي رسیدو سره به بامیانو ته هم د بریښنا غځيدو چارې پيل شي.

د برېښنا شرکت چارواکي وایي، د ۲۰۱۹ کال تر پايه پورې به زر میګاواټه وارداتي برښنا پلازمېنې ته ورسېږي

شریک یي کړئ