د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ګازو لیږد پروژې یا ټاپي د چارو ترسره کېدو په موخه د دې پروژې د امنیت تامین خبره کوي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي په هېواد کې د تاپي پروژې د امنیت د خوندیتوب لپاره په دغو سیمو کې په زرګونه امنیتي ځواکونه ګمارل شوي او د تاپي پروژې د امنیت ساتل د دوي د پروګرامونو په لومړیتوب کې دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، رحیمي وايي:«زګونه امنیتي ځواکونه د ټاپي پروژې د امنیت ښه تامین لپاره ګمارل شوي دي.»
په همدې حال کې د کانونو وزارت هم د یادې پروژې د کارو چټکتیا او چارو مخې ته بیولو وايي.
د کانونو وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفی څرګندوي:«پایپ لین افغانستان ته رارسېدلی دی او موږ پر هغو برخو ډېر تمرکز کوو لکه تخنیکي چارې، په هغو سیمو کې چې تېريږي هغه تطبیق کړو.»
تاپي داسې پروژه ده چې ټاکل شوې مرکزي اسیا له سویلي اسیا سره ونښلوي او د سیمې تر ټولو مهم اقتصادي دهلیز رامنځته کړي.
د دې پروژې عملي کار د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۳ نیټه په هرات کې پيل شو او د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا دا وزارت د نوموړې پروژې د عملي کولو لپاره لازم چمتووالی لري.
له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ۱۸۱۴ کیلومترو په اوږدوالي د ترکمنستان د ګازو نل لیکه غځول کیږي او تراوسه یوازې ۱۴۷ کیلومتره په ترکمنستان کې بشپړه شوې ده.