Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان زغفران؛ ترکیه د افغانستان د زغفرانو په بازار بدلېږي

ټاکل شوې ترکیه چې ترکیه د افغانستان د زغفرانو پر یو مهم او ستر بازار بدل شي. ترکیه چې په کال کې ۳۰۰ ټنو زغفرانو ته اړتیا لري، ټاکل شوې چې له دې وروسته د دغې اړتیا یوه برخه افغانستان پوره کړي.

دغه موضوع په افغانستان کې د ترکیې د مرستو د انسجام دفتر (تیکا) هغه مهال چې د چهار شنبې په ورځ د مرغومې په ۲۶ مه هرات ولایت ته د سفر په لړ کې، د کرنې او اوبو لګولو له وزیر سره مطرح کړه.

د کرنې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد دراني په دغه سفر کې وویل چې په هرات کې د زغفرانو تولید، څه باندې ۱۵ټنو ته رسېدلی چې دا رقم په تېرو کلونو کې اوه ټنو ته رسېده.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د شمېرو پر بنسټ، افغانستان د کال ۱۰ زره او ۶۰۰ مټریکه ټنه د زعفرانو تار او وچ پودر تولیدوه چې د نړۍ کابو دوه سلنه زعفران جوړوي.

افغانستان ترکیې ته د زغفرانو د صادرولو لپاره ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفه ورکوي. خو د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند وايي چې ترکیې د افغانستان پر زغفرانو تعرفه صفر ته رسولې او ټاکل شوې دغه هېواد اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د زغفرانو د صادراتو لپاره زمینه برابروي.

رستمي وايي ټاکل شوې چې ترکیه د هرات د زغفرانو د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې هم پانګونه وکړي.

د تیکا استازي علي ارغون چنار په دې اړه وویل:«زموږ هڅه دا ده چې د ترکیې له لارې، د افغانستان د زعفرانو لپاره بازار موندنه وکړو. زعفران د افغانستان لپاره یوه اقتصادي فکر نه دی؛ هیله ده چې افغانستان د افغانستان پېژاند هم څرګند کړي.»

هرات ته د دغو چارواکو په سفر کې، په هرات کې د زغفرانو د لومړني انسټېټیوټ تهداب کېښودل شو. ټاکل شوې دغه انسټېټیوټ د ۵۷.۸ مېلیونو افغانیو په لګښت، د ۱۳۹۸ کال تر پایه جوړ شي.

د افغانستان د زغفران کارانو ټولنه ترکیې ته د افغانستان د زغفرانو د صادراتو له پراختیا هرکلی کوي.

د افغانستان د زغفران کارانو د ټولنې مرستیال قدرت الله رحمتي په دې اړه وویل:«ترکیه د زغفرانو لپاره بازار نه دی، خو د سوداګرۍ لپاره یو ډېر مهم پل دی چې افغانستان کولای شي له دغه پله، اروپايي هېوادونو ته د زعفرانو د الوت په توګه کار واخلي.»

د کرنې وزیر وايي چې ترکیې ته د افغانستان د زعفرانو لېږد کولای شي، د هېواد د زعفرانو د کموالي اندېښنه به خلاصه کړي.

هغه زیاته کړه:«زموږ لپاره یو زیری دی؛ هغه اندېښنه چې زموږ بزګر د مارکیټ په برخه کې لرله، رفع شوه.»

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې ځينې زعفران کاران وايي چې هېواد کې د زعفرانو د حاصلاتو له زیاتوالي سره سم، د دغه صنعتي بوټي بیه تر نیمايي کموالی موندلی دی.

د کرنې وزرات وايي ټاکل شوې چې ترکیه سږ کال د اسپانیا د زغفرانو پر ځای د افغانستان ۳۰۰ کیلوګرامه زغفران وپېري.

شریک یي کړئ