المان د یکشنبې په ورځ د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د هیواد په شمال کې د شل ټریکټرو مرسته وکړه
د بلخ د کرنیزې مکانیزې د ادارې آمر انجینرغلام فاروق وویل چې لس ټریکټر به د بلخ او لس نور به د سمنګانو ولایت ته ورکول شي.
دا ټریکټر د قلبې، درې پله ماشینونه او د غوړیو د ایستنې ماشین لري چې د المان د جي آی زیټ ادارې لخوا یې مرسته شوې او هر بزګر کولای شي ساعت به ۲۷۰ افغانۍ دا ټریکټر د بلخ د مکانیزه ادارې څخه په کرایه کړي.
بل پلو د بلخ بزګر دا مرسته د محصولاتو په ښه والي کې اغیزمنه بولي.
یو تن بزګر وویل:« د ورځې په ۲۷۰ افغانۍ د کرنې د وزارت لخوا موږ ته راوړل شوي دي کاري پلان یې د ورځې درې ساعته دی چې د همدې لارې به بزګرو ته ورکول کیږي.»
خو بزګر د اوبو له کموالي څخه په اندیښنه کې دي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د اوبو د زیاتوالي په برخه کې دوی ته پاملرنه وکړي.
په دې اړه مو اندونه