Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران د چابهار له لارې د افغانستان پر صادارتي توکو مالیات کم وي

په کابل کې د ایران د سوداګرۍ استازولي، د چابهاربندر له لارې د افغانستان په صادراتي توکو د ۸۰ سلنې مالیاتي تخفیف څخه خبر ورکوي.

د کراچۍ بندر په پرتله د چابهار بندر د لارې څه د پاسه اته سوه کیلومتره نېږدې والی، د چابهار پر لاره مناسبې اسانتیاوې او د ایران پر لارو د سوداګریز او ترانزیتي خنډونه نشتوالی د چابهار بندر ګټې دي چې ډېری سوداګر هڅه کوي د پاکستان د کراچۍ بندر پرځای خپل توکي د چابهار له لارې ولېږدوي.

په کابل کې د ایران سفارت تجارتي سلاکار وايي ایران افغان سوداګرو ته د چابهار بندر له لارې د وارداتو لپاره ۷۵ سلنه او د صادراتو لپاره اتیا سلنه تخفیف ورکوي او ترڅنګ یې د بندري خدمتونو او زیرمتونو په برخو کې هم اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

په کابل کې د ایران د سوداګرۍ د استازولۍ مسوول محمد رضا کریم‎زاده وايي چې د چابهار بندر نورو هېوادونو ته د افغان توکو د لېږد لپاره  د پاکستان د کراچي او عباس بندرونو څخه نېږدې دی.

هغه په دې اړه وویل:«له مخکې په چابهار بندر کې یو لړ اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي یو له موردونو دا دی چې د زیرمتونونو او بندري خدمتونه هم په هغه کې په پام کې نیول شوي دي چې سوداګر لېواله شي.»

د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وايي چې په چابهار بندر کې د بارولو او تشولو د لویو ظرفیتونو د کمښت له امله د افغانستان ډېری سوداګریز توکي له دې لارې نه صادرېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مالي مرستیال توفیق داوري په دې اړه وویل:«هغه څه چې ډېر مهم دي تراوسه هم معیاريي هوايي دګر چې سترې الوتکې په هغه کې ناسته وکړي یا هم سترې بېړۍ چې په چابهار بندر کې لنګر واچولی شي تراوسه دغه امکانات نشته.»

د سوداګرۍ او صنایع خونې د چارواکو په وینا په اوسني وخت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه یونیم مېلیارد ډالرو ته رسېږي او د تېلو زیاته برخه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته واردېږي.

په کابل کې د ایران د سوداګرۍ استازولي وايي چې ایران افغان سوداګرو ته له دغه بندر څخه د توکو د وارداتو لپاره ۷۵ او د صادراتو لپاره ۸۰ سنله تخفیف ورکوي او همدارنګه د بندري خدمتونو او زیرمتونونو په برخه کې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

شریک یي کړئ