Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران له افغانستان سره د انرژي سوداګرۍ پراختیا په لټه کې

ایراني رسنیو د دغه هېواد د انرژۍ وزیر له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد کولی شي د انرژۍ په تړاو دوه اړخیزو هوکړو په چوکاټ کې افغانستان ته د برېښنا صادرات زیات کړي.

د ایران د انرژۍ وزیر، ‎‎رضا اردکانیان، شنبې(د تلې په ۲۷مه نېټه) ویلي دي چې ایران هوډ لري تر څو له افغانستان سره د انرژۍ په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړې.

اردکانیان زیاته کړې چې ایران غواړي تر څو افغانستان سره د اوږدمهاله برېښنا ورکړې چې د صنعت لپاره د برېښنا اړتیاوې پوره کړې، زمینه برابره کړي.

د ایران د انرژۍ وزیر همداراز افغانستان ته د خپل وروستي سفر ته په اشارې راپور ورکړی چې څو برخو کې د همکاریو په موخه هوکړې شوې دي.

د روان زیږدیز کال د اګست میاشتې په ۱۸مه نېټه دواړو خواوو څو برخو کې هوکړې وکړې چې له ډلې یې د زرنج برېښنا لیږد لیکې جوړول او د افغانستان زړو تجهیزاتو بیا رغونه شامله ده.

اردکانیان ویلي دي چې ټاکل شوې افغانستان ته د ایران د برېښنا صادرات یو کال نور هم وغځول شي.

د ایران د انرژۍ وزیر ویلي دي چې ټاکل شوې افغانستان ته د ایران د برېښنا صادرات یو کال نور هم وغځول شي.

شریک یي کړئ