د مایع ګاز او نفتي موادو د اتحاديې مشر وايي، ایران نیت لري چې افغانستان او ځينو نورو هېوادونو ته په ټیټه بیه ګاز صادر کړي.
اذرخش حافظي وايي هلته د عرضې په شتون کې د تقاضا کمبود د دې علت شو چې بیه يې ټیټه شي.
هغه زیاته کړه: «تر بندیزونو وړاندې حالت ته په کتو دوی هره ورځ یو نیم میلیون بوشکې کم ګاز صادروي، په همدې خاطر يې پر ګاونډیانو په ټیټه بیه په اسانۍ پلوري.»
هغه وايي افغانستان هر کال د شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو پر ارزښت نفتي مواد له ایرانه اخلي.
د سوداګرۍ خونې چارواکي هم وايي چې هر کال شاوخو د یو میلیارد او ۵۰۰ میلیونه ډالرو پر ارزښت توکي له ایرانه را واردېږي.
د دې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي پر ایران د امریکا بندیزونو بدې اغېزې هم لرلې دي، خو په وینا يې حکومت باید د امریکا له شین څراغ نه ګټه واخلي.
هغه وویل: «بندیزونو بدې او منفي اغیزې هم لرلې او سوداګري ورځ په ورځ کمېدله، خو د امریکا همدا پرېکړه او شین څراغ د هرکلي وړ دی، اوس باید حکومت له دې ظرفیته ګټه واخلي.»
د نفتي موادو او ګازو اتحادیه وايي، افغانستان هر کال دوه میلیونه او ۷۰۰ ټنه نفت واردوي، چې ۲۰-۱۸ سلنه يې له ایران او نور له ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان او روسيې واریدېږي.