Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

باروړونکي موټر پرته له بانکې تضمین څخه ایران ته تلی شي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند، مسافر قوقندي دوشنبې( د کب۷مه) وايي، د افغانستان او ایران د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو په شپږمه غونډه کې چې په تهران کې جوړه شوې ده، د ټرانزیټي لګښتونو پر کموالي، ایران ته د افغانستان د باروړونکو پر تګ راتګ د بانکي تضمین لرې کولو او د دواړو هېوادونو خپلمنځي ټرانزیټ کې د لویو لارو له نړیوالو قوانینو په ګټې اخیستنې ټینګار شوی دی.

ښاغلی قوقندي زیاتوي:«دا ناسته ډېره بریالۍ وه چې بانکي تضمین لیري کړی شو او دا یوه لویه ستونزه وه، دا د ایران په سرکونو د افغانستان ترانزیت موټرو لپآره ډېره ښه شوه.»

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې ایران په دې وروستیو کې د افغانستان په تر ټولو لوی سوداګریز شریک بدل شوی دی او اوس په کال کې  د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ کچه دوو ملیاردو ډالرو ته رسیږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویاند، صیام پسرلي په دې اړه وايي، له ایران سره  د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاو په برابریدو سوداګر تر ډېره هڅه کوي چې د چابهار بندر او بندر عباس له لارې خپله سوداګري پراخه کړي.

دی وړاندې وايي:«د تیر په ډول د سرک سیستم په اړه چې خبرې شوې دي تر څو موږ وکولی شو د همدې سیستم له لارې ایران ته صادرات ولرو، او منځنۍ آسیا اروپايي هېوادونو تو انتقالات ولرو د ایران او افغانستان ترانزیتي اړیکو کې به نور هېوادونه هم مرسته وکړي.»

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په وینا له ګاونډیو هېوادونو سره به د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا د هېواد د صادراتو د زیاتیدو لامل شي او دغه راز به افغانستان په سیمه کې  پر یوه یا دوو هېوادونو له اتکا خلاص شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وايي، ایران ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د ټرانزیټي لګښتونو په راکمېدو به تهران، خلیجي هېوادونو او هند ته د افغانستان صادرات زیات شي.
 
د ایران د ورکړل شویو مالوماتو له مخې په دې وروستیو کې افغانستان د دې هېواد پر لوی سوداګریز شریک بدل شوی دی او د کلنۍ راکړې ورکړې اندازه یې کابو دوه میلیارډو ډالرو ته رسيږي

شریک یي کړئ