برېښنا شرکت د ژمي په رارسېدو، له ازبکستانه د برېښنا د را واردول ډېروي.
د برېښنا شرکت رییس وايي په کابل کې د ژمي په رارسېدو د برق د پرېکېدو له امله، له ازبکستانه سل میګاواټه برېښنا نوره هم اخلي.
په دې خپرونه کې زرمینه محمدي د برېښنا شرکت له له رسنیز سلاکار حجت الله مجددي سره خبرې کړې دي.
د دې تر څنګ د عامې روغتیا د جنډر د برخې سرپرسته فرزانه اکبري هم د پروموټ پروګرام او د ښځو چارو په برخه کې د فعالانو د ستاینې اړوند خبرې لري.
د خپرونې بل مېلمه د کابل پوهنتون استاد احمد سرحدي دی، چې د اوبو رسونې په برخه کې د جاپان د مرستې په تړاو له کوربنې سره خبرې لري.