د آسیا پراختیايي بانک د بامیانو ولایت درېیو د برېښنا رسنوَنې پروژو ته د ۸۰ میلیونو ډالرو مرسته وکړه.
د بریښنا شرکت چارواکي وایي، بامیانو لپاره د وارداتي بریښنا له پروژې سره د آسیا د پراختیایي بانک له اتیا ملیون ډالره شوې مرستې نه به په دغه ولایت کې د بریښنا رسونې د شبکې د پراختیا ترڅنګ بامیانو ته د ۳۰۰ میګاواټه بریښنا په ظرفیت د وارداتي بریښنا مزی وغځول شي.
د برېښنا شرکت رئیس، امان الله غالب وايي:«د دې پروژې کار به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې پیل کړو او د پروژې تر پرانیستو وروسته به ژر د شبکې پراختیا لپاره او سب ستیشن لپاره کار پیل کړو.»
ښاغلی غالب وايي وايي، بامیانو لپاره د یو جلا سب سټيشن جوړیدل یې هم په پام کې نیولی دي.
اخوا د آسیا د پراختیایي بانک چارواکي وایي، دغه بانک به د افغانستان د بنسټيزو پیاوړتیا لپاره کابل سره خپلې مرستې جاري وساتي.
افغانستان کې د آسیا پراختیايي بانک څانګې رئیس، سیمول تومیوا وايي:«په راتلونکو کلونو کې به د آسیا پراختیایي بانک افغانستان ته په کال کې د دوه سوو دیرش ملیون ډالرو ورکول ته ژمن وي او دا مرستې به په افغانستان کې د بریښنا ؛ کرنې ؛ مالدارۍ او ټرانسپورټ برخو کې ولګول شي .»
بلخوا د بریښنا شرکت مسوولین وايي، دغه شرکت د خپلو پراختیایي پروژو لپاره دوه میلیارده افغانۍ په واک کې لري او ټاکل شوې ده د نا امنو سیمو په ګډون د هېواد په ډیری سیمو کې پراختیايي پروژې پېل شي .